Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښے كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن په دے هفته واره د سنتو ډكه اجتماع كښې زمونږ د بيان موضوع ده ”فيضانِ صَفرُ المُظَفَّر. د بدفالئ څه حقيقت دے؟ اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه په دے باره كښې څه فرمائيلي دي؟ په الله پاك د تَوَكُّل ساتلو څه بركات دي؟ په صَفرُ المُظَفَّر كښې كوم كوم عظيمُ الشان واقعات شوي دي؟ د صَفرُ المُظَفَّر د مياشتے متعلق اسلامي تعليمات څه دي؟ د دے ټولو څيزونو بيان به نن مونږه دے اجتماع كښې واورو. كاش چه مونږ ته ټول بيان د ښو ښو نيتونو سره د اوريدلو سعادت رانصيب شي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

بد فالي نيول زما وهم وو

     د يو كس بيان دے چه يو ځل زه دومره محتاجه شوم چه د لوږے د وجهے مے خاوره اوخوړله، د لوَږے د لاسه مے حال ډير بد وو. ما سوچ اوكړو: كاش چه څوك داسے پيدا شي چه په ما څه اوخوري، چنانچه زه د داسے كس په تلاش كښې د ايران ښار اَهواز ته روان شوم حالانكه هلته زما څوك پيژندګلو والا نه وو، چه كله د درياب غاړے ته اورسيدم نو هلته كشتئ نه وه، ما دا بدفالي اوګنړله. بيا مے يوه كشتئ