Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

درس“ هم شامِل دے. د صَفَرُ الْمُظَفَّر مياشت جاري ده او خپل بركتونه تقسيموي، دا هغه مياشت ده چه په دے كښې يومِ رضا هم ده. كاش چه د اعلٰى حضرت رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه د پينځه ويشتمے په نسبت په هره ذِيلي حلقه كښې پينځه ويشت چوك درسونه شروع شي نو د نيكئ دعوت به هرځائے خور شي. د دے په بركت به هر طرف ته فيضانِ رضا عام شي او هر طرف ته به د مدني كارونو د مدني سپرلو خوشبويانے خورے شي.

 دولسو مدني كارونو كښې د دے مدني كار ”چوك درس“ د تفصيلى معلوماتو حاصلولو د پاره د مكتبةُ المَدينه رساله ”چوك درس“ مطالعه كړئ. ټول ذمه داران دِ د دے رسالے لازمي مطالعه اوكړي. دا رساله د مكتبةُ المَدينه نه حاصلولے شئ او د دعوتِ اسلامي په ويب سائټ www.dawateislami.net باندے ئې لوستلے هُم شئ.

     راځئ چه د ترغيب د پاره  د چوك درس يو مدني سپرلے واورو، چنانچه

په آخري وخت ئے كَلِـمَـه نصيب شوه

      اپريل 2007ء كښې د عاشقانِ رسول د مدني تحريك دعوتِ اسلامي يوه قافِله د سنتو د تربيت د پاره د ضلع ناسك (هند) جامع مسجد ته تلي وه. د قافلے يو څو شُرَكاء اسلامي ورونړو د جمات مخے ته هوټل خوا ته ”چوك درس“ وركولو د پاره ورغلل او د اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَـرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مشهور كتاب ”فيضانِ سُنَّت“ نه ئے د ذِكْرُ الله په موضوع درس وركول شروع كړل. او په هغے كښې د كلمے طيِّبے فضائل بيانيدل، د هوټل مالك هم په درس كښې شريك وو. د ولئ كامل ليك د هغه په زړه داسے اثر