Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

اوليدله خو په هغے كښې سورے وو ما دا دويمه بدفالي اوګنړله، ما د كشتئ د ملّاح [يعني چلوونكي نه] د نوم تپوس اوكړو نو هغه خپل نوم”ديو زاده“ اوښودلو ([دا فارسي نوم دے او] په عربئ كښې ئۍ مطلب شيطان دے) دا دريمه بدفالي وه. بهرحال زه په هغه كشتئ كښې سور شوم، چه كله د درياب بلے غاړے ته اورسيدم نو ما غږ اوكړو: اے بوج اوچتولو والا مزدوره! زما سامان يوسه، هغه وخت ما سره يو زوړ كمبل او لږ شان ضروري سامان وو. كوم مزدور چه ما ته جواب راكړو: هغه په يوه سترګه ړوند وو، ما اووئيل: دا څلورمه بدفالي شوه. زما په زړه كښې راغله چه د دے ځائے نه واپس تللو كښې به مے خير وي خو بيا خپل حاجت راياد شو او د واپس تللو اراده مے پريښودله. چه كله مسافر خانے ته اورسيدم نو سوچ مے كولو چه څه اوكړم، چه په دے كښې چا دروازه اوډبوله. ما تپوس اوكړو څوك ئے؟ جواب ئے راكړو: زه ستاسو سره ملاقات كول غواړم. ما ترينه تپوس اوكړو: آيا ته ما پيژنے چه زه څوك يم؟ هغه اووئيل: آو. ما په زړه كښې اووئيل: ”يا خو څوك دښمن دے يا د بادشاه نُمائنده دے!“ ما ځان سره لږ سوچ اوكړو او بيا مے دروازه بيرته كړله. نو هغه كس اووئيل چه زه فلانكي كس ستاسو څنګ ته راليږلے يم او دا پيغام ئے راكړے دے چه اګر چه زما ستاسو سره اختلافات دي خو اخلاقي حقوق ادا كول ضروري دي، زه ستاسو د حالاتو نه خبر شوے يم، په دے وجه په ما لازمه ده چه ستاسو ضروريات پوره كړم. كه تاسو يوه يا دوه مياشتے زمونږ سره حصاريدل غواړئ نو ستاسو ضروريات به پوره كړے شي او كه د دے ځائے نه تلل غواړئ نو دا ديرش ديناره دي دا په خپلو ضرورياتو كښې خرچ كړئ او بيرته لاړشئ مونږ ته ستاسو مجبوري معلومه ده.