Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

     ياد ساتئ! څوك چه د وَهم په آفت كښې اخته شي نو هغه ته بيا هر څيز سپيره ښكاري، تر دے چه وهمي بنده د كم عقلو خلقو په خبرو هُم عمل كوي او دغسے د غلطو فيصلو كولو په وجه پخپله هُم په ازميښت كښې اخته كيږي او د نورو خلقو د پاره هم د مصيبت سبب جوړيږي. د يو مسلمان د سپيره ګنړلو خيال بنده د نفرت په آفت كښې اخته كولے شي. د سپيره ګنړلو وهم د شيطان هغه وسله ده چه مسلمانان په خپل مينځ كښې جنګوي، او د هغوئي د آرام او سكون بربادولو سبب جوړيږي. دا خبره ښه په خپلو دماغو كښې واچوئ چه د يو كس، ځائے، څيز يا وخت سپيره ګنړلو په اسلام كښې هيڅ تصوُّر نشته دا صرف وهمي خيالات دي څنګه چه

     اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِ سُنَّت مولانا شاہ امام احمد رضاخان رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه نه تپوس اوشو چه د يو كس په باره كښې مشهور دي چه كه څوك سحر د هغه سپيره شكل اُوويني يا څه كار پسے تللو وخت كښې چا له مخے له ورشي نو ضرور ورته څه نه څه مشكل او پريشاني پيښيږي او كه د چا د يو كار كيدو هر څومره پوخ يقين وي خو د خلقو خيال دا دے چه [د هغه د ليدو سره پكښې] ضرور څه نه څه  ركاوټ او پريشاني جوړيږي. چنانچه هغه خلقو ته د خپل خيال مطابق دا تجربه شوي ده چه هر ځل څه نه څه پيښيږي او هغه خلق  د دے خبرے ډير خيال ساتي چه كه چرته تللو وخت كښې هغه مخے له ورشي نو بيرته كور ته ځي او لږ ساعت پس بيا معلومات كوي چه هغه سپيره خو ښكاره نشته! نو بيا خپل كار له ځي. اوس سوال دا دے چه د دے خلقو دا عقيده او طرزِ عمل څنګه دے؟ څه شرعي قَباحت خو پكښې نشته؟