Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

هغه كس وائي چه د دے نه مخكښې زه كله هُم د ديرشو دينارو مالك نه ووم جوړ شوے او په دے خبره هم پوهه شوم چه د بدفالئ هيڅ حقيقت نشته.

(روح البیان،پ۲،البقرۃ،تحت الایۃ۱۸۹،۱/۳۰۴ملخصاً)

     حكيمُ الامت حضرت مفتـي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه ليكي: په اسلام كښې نيك فال نيول جائز دي او بدفالي، بدشګوني كول حرام دي. (تفسیر نعیمی، ۹/۱۱۹)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان شوي حكايت نه معلومه شوه چه د بدفالئ  حقيقت سره بالكل څه تعلق نشته. هغه كس د سفر په دوران كښې په خپل خيال كښې بد فالي اونيوله او دا سوچ ئے كړے وو چه سفر ختمولو او بيرته تللو كښې مے خير دے. ځكه چه د هغه دا خيال وو چه د دومره ډيرو بدفالو نو نه پس زما حاجتونه نه شي پور كيدے، او سفر كول هم ضروري وو، لهٰذا هغه سفر ختم نه كړو. او چه هلته اورسيدلو نو دومره رقم په لاس ورغے چه د دے نه مخكښې ئے كله ليدلے هم نه وو او نه ئے د دے توقع لرله. دغسے د هغه چه حاجت پوره شو نو هغه دا ذِهن جوړ كړو چه د بدفالئ هيڅ حقيقت نشته.

      دا حكايت د هٰغه خلقو د وهم ختمولو د پاره كافي دے كوم خلق چه يو انسان يا ځناور، يا كومه ورځ يا مياشت د خپل وهم په وجه سپيره ګنړي، حالانكه په شريعت كښې د دے هيڅ حقيقت نشته.