Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

اغِستل د ځناورو کار دے، بله داچه ساه کله زَهرژنه هم وي ځکه د ساه په اغِستو کښې د لوښي نه خُله لرے کوئ (يعني ساه اغِستو کښې ګلاس د خُلے نه جُدا کوئ)  ګرم شوده [يعني پئ] يا چائے په پوکو مه سړوئ، بلکه لږ صبر کوئ، چه لږ سړيږي نو بيا ئے څښئ. (مِراٰة،  ج ٦، ص٧٧ ) البتّه چه دُرودِ پاك وغيره اولولئ نو د شِفا په نِيَّت اوبه وغيره دم کولو کښې باك نشته  ٭ د څښلو نه مخكښې بِسمِ الله لولئ ٭ واړه واړه ګوټونه کوئ، په غټوګوټونو کښې څښلو سره د ځِيګر بيماري پيداکيږي ٭ اوبه په درے ساګانو کښ څښئ ٭ په ناسته او په ښي لاس اوبه څښئ ٭ که په لوټه وغيره مو اودس کړے وي نو د هغے پاتے شوي اوبه څښل د 70 مرضونو نه شِفا ده ځكه چه دا د آبِ زم زم شريف سره مشابهت لري، د دے دوو (يعني د اودس نه پاتے شوو اوبو او د آبِ زم زم شريف) نه علاوه نورے اوبه په ولاړه ولاړه څښل مکروه دي. (ماخوذ: فَتَاوىٰ رَضَوِيّه  ج٤، ص٥٨٥) دا دوه (قِسمه) اوبه مخ په قبله په ولاړه ولاړه څښئ ٭ د څښلو نه مخكښې اوګورئ چه د څښلو په څيز کښې څه نقصان وركوونكے څيز وغيره خو نشته. (اِتحَافُ السَّادَۃ  لِلزبيدي ج٥  ص٥٩٤) ٭ د څښلو نه پس اَلْحَمْدُلِلّٰہ  لوَلئ ٭ حُجَّةُ الاسلام حضرت سيِّدنا امام محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ تَعَالٰی عَلَيْه فرمائي: بِسمِ الله دِ اولولي او څښل دِ شروع کړي د وړومبئ ساه په آخره کښې دِ اَلْحَمْدُلِلّٰہ  د دويمے ساه نه پس دِ اَلْـحَـمْـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنؕ    او د دريمي ساه په آخره کښې دِ اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِيْنَ الرَّحْمٰنِ  الرَّحِيْمِ  ؕ  اولولي. (اِحياءُ الْعُلوم ج٢، ص٨) ٭ په ګِلاس [وغيره] کښ پاتے شوي د مسلمان صفا سُترہ جُوټه اوبه چه د استعمال قابِلے وي فُضُول توئ کول نه دي