Book Name:Faizan-e-Safar-ul-Muzaffar

دے چه ٭ بد فال نيول شرعاً منع دي او ښه فال نيول مُسْتَحَب دي، ٭  ښه فال نيول زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم طريقه ده او بد فال نيول د غير مسلمو طريقه ده، ٭  ښه فال نيولو سره د الله پاك په رحم و كرم د ښيګړے اُميد وي او بد فالئ سره نا اُميدي پيدا كىږي، ٭ نيك فال نيولو سره زړه ته اطمينان او خوشحالي حاصليږي كوم چه د هر كار د كوشش او پوره كيدلو د پاره ضروري دے او بدفالئ سره بے وجه پريشاني او شك پيدا كيږي، ٭  نيك فالي بنده د كاميابئ، حركت او ترقئ په طرف بوځي او بدفالئ سره مايوسي او سُستي پيدا كيږي او سړے د ترقئ نه منع كوي.

     حكيمُ الامت حضرت مفتـى احمد يارخان نعيمي رَحْمَةُاللّٰهِ  تعالٰى  عَلَيْه فرمائي: نيك فال نيول سُنَّت دي، په دے كښې د الله پاك نه اُميد دے او بد فال نيول منع دي ځكه چه په دے كښې د ربّ نه نا اُميدي ده. اميد ښه څيز دے، نا اُميدي بد څيز دے، هميشه د ربّ نه اُميد ساتئ. (مرآۃ المناجیح، ۶/۲۵۵)    

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     اے عاشقانِ رسول! صَفَرُ الْمُظَفَّر د اسلامي كال دويمه د بركتونو والا مياشت ده، څنګه چه په نورو مياشتو كښې د الله پاك د فضل او كرم انوار را وريږي دغه شان په دے مياشت كښې هم را وريږي، بلكه دے ته خو صَفَرُ الْمُظَفَّر يعني د كاميابئ مياشت وائي، اَلْـحَـمْدُ لِـلّٰـه! د صَفَرُ الْمُظَفَّر په دے مقدسه او بركتونو والا مياشت كښې ډير عظيمُ الشان او تاريخي واقعات شوي دي، مثلًا