Book Name:Mout Ka Zaeqa

مَدَني ګل: بيان كښې چه څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.

د بيان اوريدو  آداب

     نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم. ٭ چه څومره كيدے شو د ډډه وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت دو زانو [يعني د اَلتَّحِيَّات په شكل كښې] كښينم ٭ د بل د پاره ځائے فراخه كولو د پاره به ضرورتاً د خپل ځائے نه خوزيږم ٭ كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو د بد بد كتلو، رټلو او بحث كولو په ځائے به صبر كووم. ٭ صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب، اُذْكُرُ الله، تُـوبُـو اِلَـی الله وغيره چه اورم نو د ثواب ګټلو او د آواز لګوونكو د زړه ساتلو د پاره به په اوچت آواز باندې جواب وركووم. ٭ د اِجتِماع نه پس به پخپله ورمخكښې كيږم او سَلام و مُصافَحه او اِنفرادي كوشش به كووم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مرګ تريخ والے

    د دعوتِ اسلامي د اِشاعتي اِدارے مَكْتَبَةُ الْمَدِينه چاپ شوي د 649 صفحو كتابحكایتیں اور نصیحتیں“صفحه نمبر 553 كښې دي: (يو ځل د الله تعالٰى نبي) حضرتِ سَيِّدُنا عيسىٰ رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د حضرتِ سَيِّدُنا نُوح عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د ځوئ حضرتِ سَيِّدُنا سام رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د قَبْر شريف په خوا تيريدلو نو بني اِسرآئيلو عرض اوكړو: ”اے رُوحَ الله د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړئ چه دا قَبْر والا راژوندے كړي چه مونږه ترې د مرګ تذكِره واورو.“ چنانچه حضرتِ سَيِّدُنا عيسىٰ رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د هغه قَبْر خوا ته دوه ركعاته نفل ادا كولو نه پس الله پاك نه د حضرتِ سَيِّدُنا سام بِن نُوح رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د ژوندي كولو دُعا اوكړه نو الله پاك هغوئي ژوندے كړلو. هغوئي د سر نه خاوره څنډله او اودريدلو، د هغوئي