Book Name:Mout Ka Zaeqa

4۔  رَسُولِ كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے: كه د مړي يو ويښته هُم زمكې او آسمان والؤ باندې كيښودے شي نو ټول به د الله پاك په حُكم مړه شي ځكه چه هر ويښته كښې مرګ وي او په كوم څيز هُم چه مرګ پريوځي هغه هُم مړ شي. (موسوعة الامام اِبنِ ابـى الدُّنيا كتاب ذِكر الموت، باب الخوف من الله، ٥/٤٥٢، حديث: ١٩٠)

5۔  يو بل مُقام كښې [خوږ نبي صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] ارشاد فرائي: مُعَالَجَةُ مَلَكِ الْمَوْتِ اَشَدُّ مِنْ اَلْفِ ضَرْبَةٍ بِالسَّيْفِ ”يعني د مرګ هره جټكه د تُورې زرو ګُزارو نه زياته سخته ده“ (كَنْزُ الْعُمَّال، كتابُ الموْت، بابُ الثَّانـى، ١٥/٢٤٠، حديث ٤٢١٨٣)

عطا کر تُو نزع و قبر و حشر میں یا رب                      وسیلہ فاطِمہ زَھرا کا، کر لُطف و کرم مولٰی

(وَسائلِ بخشِش مرمم، ص ٩٨)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د مرګ تكليفونه او زمونږ نازك مزاجونه

     ګرانو مُحترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ، دې احادِيثِ مُباركه كښې چه د رُوح وتلو د وخت د تكليف او سختئ څنګه بيان شوے دے، د دې نه معلوميږي چه مړ كيدونكے سخت درد او تكليف كښې مُبتلا وي، مونږ ته غور كول پكار دي چه مونږ خو  ډير زيات نازك مزاجه يو، مونږ به دا تكليفونه څنګه برداشت كړو؟ زمونږ حال خو دا دے چه ماشے مو اوچيچي هغه نه شو برداشت كولے، زمونږ حال خو دا دے چه كه معمولي شان تكليف راباندې راشي نو پوره كور په سر راواخلو، زمونږ حال خو دا دے چه كه نزله زُكام مو شي نو هُم نه ئې شو برداشت كولے، زمونږ حال خو دا دے چه كه ښپه مو معمولي واوړي نو بيقراره شو، زمونږ حال خو دا دے چه كه په سر مو درد شي نو دومره بے صبري كوو چه د ټول كور په سر درد كړو، زمونږ حال خو دا دے چه كه په