Book Name:Mout Ka Zaeqa

تَعَالٰی عَلَيْه اِرشاد فرمائي: د سر په سترګو مرګ ليدل، او ملَكُ الْمَوْت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ليدل او هغه وخت په زړه كښې پيدا كيدو والا خوف او ګهبراهَټ [دا سختې] تيرول يو داسې عمل دے چه د دې د حقيقت بيانولو نه د هر بيانوونكي عِبارت قاصِر دے [يعني دا څوك نه شي بيانولے]، د دې د دهشت بيانولو نه هر وضاحت كوونكے عاجزه دے. د دې په حقيقت صرف هغه پوهيږي څوك چه د دې مرحلے نه تير شوے وي. (حكايتيں او نصیحتیں، ص۱۸۳)

د ځنكدن سخته او فرامِينِ مُصطَفىٰ  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم:

     د ځنكدن تكليف زمونږه خوږ مكِّـى مَدَنـى آقا صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډيرو مقاماتو كښې بيان كړے دے، راځئ چه دې باره كښې يو څو فرامينِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورو:

1۔   د حضرتِ سَيِّدُنا حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه رِوايت دے چه سركارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مرګ د تكليفونو او په حلق كښې د هغے د نښتلو په باره كښې اِرشاد اوفرمائيلو: دا تكلِيف د تُورې د درې سوو ګُزارو برابر دے. (موسوعة الامام اِبنِ ابـى الدُّنيا كتاب ذِكر الموت، باب الخوف من الله، ٥/٤٥٣، حديث: ١٩٢)

2۔  بارګاهِ رِسالت كښې د مرګ او د هغے د سختې په باره كښې تپوس اوشو: اِرشاد ئې اوفرمائيلو: آسان ترين مرګ د يو ازغو لرونكي څانګې په شان دے كومه چه مالوچو كښې نښتې وي، لِـهذا چه كله هُم هغه د مالوچو نه راويستلے كيږي هغے سره به مالوچ ضرور راځي.  (موسوعة الامام اِبنِ ابـى الدُّنيا كتاب ذِكر الموت، باب الخوف من الله، ٥/٤٥٣، حديث: ١٩٤)

3۔  تاجدارِ دوجهان، رَحمتِ عالَمِيان صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو مريض عيادت اوكړو، بيا ئې اِرشاد اوفرمائيلو: ما ته عِلم دے چه په ده څه تيريږي، د ده يو رَګ هُم داسې نه دے چه په هغے جُدا جُدا د مرګ د تكليف اثر نه كيږي. (مُسندُ البزار، مُسنَد سلمان الفارسى، ٦/٤٨٠، حديث٤٥١٥)