Book Name:Mout Ka Zaeqa

اوكړي، الغرض بيا بيا توبه كول د ايمان د تقاضو نه يوه تقاضه ده. الله پاك قرآنِ پاك كښې ډيرو مقاماتو كښې د توبه كولو او د خپلو ګُناهونو د بخښنې غوښتلو حُكم فرمائىلے دے او څوك چه د الله تعالٰى په بارګاه كښې په رښتيني توبه اوكړي الله تعالٰى د هغوئي نه ډير زيات خوشحاليږي او په هغوئي باندې خپل خصوصي فضل و كرم هُم كوي. چنانچه پاره 6 سُوْرَةُ المائده آيت نمبر 39 كښې اِرشاد فرمائي:

فَمَنْ تَابَ مِنْۢ بَعْدِ ظُلْمِهٖ وَ اَصْلَحَ فَاِنَّ اللّٰهَ یَتُوْبُ عَلَیْهِؕ-اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ(۳۹)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : نو څوك چه د خپل ظُلم نه پس توبه اوكړي او سم شي نو الله به په خپله مهربانئ په هغه رُجُوع اوكړي، بيشكه الله بخښونكے مهربانه دے. (پ ٦، سُوْرَةُ المائده  :٣٩ )

     تفسير ”صِراطُ الجِنان“ كښې د دې آيتِ مباركه نه لاندې ليكلي دي چه توبه نهايت نفِيس څيز دے، كه هر څومره غټه ګُناه وي چه د هغے نه توبه اوكړے شي نو الله پاك خپل حق معاف كړي او توبه كوونكي ته د عذابِ آخِرت نه خلاصے وركوي. (صراطُ الجِنان ج٢ ص٤٣٠)

بڑی کوششیں کی گُنہ چھوڑنے کی

رہے آہ! ناکام ہَم یاالٰہی!

مجھے سچی تَوبہ کی تَوفیق دیدے

پئے تاجدارِ حَرَم یاالٰہی!

(وَسائلِ بخشِش مرمم، ص ١١٠)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

دولَس مَدَني كارونو كښې يو كار ”مَدَني انعامات“

     خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ د عاشِقانِ رَسُول مَدَني تَحرِيك دعوتِ