Book Name:Mout Ka Zaeqa

      بيا چه كله الله اوغواړي حضرتِ اِسرافِيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به راژوندے كړي او صُور به پيدا كړي او هغه ته به بيا د (صُور) پوكلو حُكم وركړي. چه څنګه صُور اُوپوكي نو بيا به ټول خلق، فرختے او پيريان او ټول حيوانات دوباره راژوندي شي. (شُعَبُ الْاِيْمان باب فـى حشر النّاس بعد ما يبعثون من قبرهم، فصل فـى صفة يوم القيامة، ١/٣١٢، حديث ٣٥٣ ملتقطاً)  مړي به د قبرونو نه راپاڅي او د ميدانِ مَحشر په طرف به ځي. (بُخارى، كتاب اَحاديثُ الانبياء، باب قول الله تعالٰى: و تخذ الله...الخ، ٢/٤٢٠، حديث:٣٣٤٩ مُلَخَّصاً) هلته به هر يو د خپلو اعمالو حساب وركوي. (پ ١٣ ابراهيم :٤٨ ) دې ته قيامت وائي.

آيا مونږه د قيامت نه يَريږو؟

     نن مونږ ته غور پكار دے چه مونږه د قيامت نه څومره يَريږو؟ نن صبا زمونږه د لاپرواهئ او غفلت سلسله مسلسل زياتيږي، په ظاهره داسې ښكاري لكه د قيامت يَره، د جَهنَّم د عذاب يَره، د پُل صِراط يَره، د ميدانِ مَحشر د سختو يَره، د حساب كتاب يَره، د عذابِ قَبْر يَره او د مرګ يَره زمونږه په زړونو كښې ډيره حده پورې كمه شوي ده.

     غور خو اوكړئ چه ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږ به يو لـمونځ قضا كړے وے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږه به فرض روژو نيولو كښې سستي كړي وے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږه به زكوٰة وركولو كښې كوتاهي كولے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږه به غيبتونه كولے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږ به دورغ وئيلے؟ ٭كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږ به حرام خوړلے يا ګټلے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا مونږ به خپلې سترګې د حرامو نه ډكولے؟ ٭ كه زمونږه زړونو كښې د قيامت يَره وے نو آيا زمونږه ښپے به د حرامو په طرف تلې وے؟ ٭ كه زمونږه