Book Name:Mout Ka Zaeqa

رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د سر او ګيرې ويښته سپين وو. حضرتِ سَيِّدُنا عيسىٰ رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ترينه تپوس اوكړو: دا [د ويښتو] سپين والے خو ستاسو زمانه كښې نه وو؟ هغوئي جواب وركړو: يا رُوحَ الله! ما چه آواز واوريدو نو ما وئيل ګنې قيامت قائم شوے دے. د هغے د يَرې نه زما د سر او ګيرې ويښته سپين شو. حضرتِ سَيِّدُنا عيسىٰ رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ترينه تپوس اوكړو: ستا د وفات څومره موده اوشوه؟ هغوئي اُووئيل: زما د وفات څلور زره كاله تير شوي دي خو تر اوسه پورې رانه د مرګ سختي او تريخ والے نه دے تلے.  (حكایتیں اور نصیحتیں ص ٥٥٣)

جاں کنی کی تکلیفیں ذَبح سے ہیں بڑھ کر کاش !                   مرغ بن کے طیبہ میں ذَبح  ہو گیا  ہوتا

کاش!  کہ  میں  دنیا  میں  پیدا  نہ  ہوا  ہوتا                   قبر  و  حشر  کا   ہر غم  ختم  ہو گیا  ہوتا

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې حكايت نه معلومه شوه چه د مرګ خوند ډير تريخ دے، د دې تريخ والے ډير زيات دے، غور اوكړئ چه څلور زره كاله پس هُم د مرګ تريخ والے نه وو ختم شوے نو څه وخت چه مرګ راشي هغه وخت كښې به چه د مرګ كوم تريخ والے محسوسيږي د هغے به څه حال وي او په هغے كښې به څومره شِدَّت وي؟

     بله خبره دا هُم واورئ چه دې روايت كښې دي چه حضرتِ سَيِّدُنا عيسىٰ رُوحُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام حضرتِ سَيِّدُنا سام رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه نه تپوس اوكړو چه د هغوئي ويښته ولے سپين شو حالانكه د هغوئي په دَور كښې به ويښته نه سپينيدل، نو ياد ساتئ چه د زمكې په سر د ټولو نه مخكښې د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ويښته سپين شوي وو، د هغوئي نه مخكښې به خلق بوډاګان شو خو ويښته به ئې نه سپينيدل. ټولو نه مخكښې چه كله د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ويښته سپين شولو نو الله پاك ته ئې عرض اوكړو: يا الله! دا څه دي؟ الله تعالٰى اوفرمائيل: دا وقار [يعني عِزَّت] دے. اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام عرض اوكړو: اے