Book Name:Mout Ka Zaeqa

د بزرګانو  ښودلي شوي د مرګ احوال

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د مرګ د تريخ والي او د هغے د خوند باره كښې بيان اوريدلو، دې كښې هيڅ شك نشته چه د مرګ وخت كښې مړي ته كوم تكليف كيږي هغه  الفاظو كښې بيانول ناممكن دي، خو بعضو بُزرگانِ دین رَحِمَهُمُ الـلّٰـهُ  تَعَالٰی د خپل وفات په وخت زمونږه د پوهه كولو او د مرګ د سختو اِحساس پيدا كولو د پاره هغه د مثالونو په ذَریعه بیان كړے دے، راځئ چه! دې باره كښې يو څو  روایات واورو:

مړ كيدونكي باندې تعجُّب

حضرت سیِّدُناعبدُاللہ بن عَمرو بِن عاص رَضِىَ اللهُ تَعَالٰی عَـنْهُمَا فرمائي چه زما والدِ مُحترم حضرت عَمْرو بن عاص رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ به فرمائيل: ”ما ته مړ كيدونكي انسان باندې تعجُّب كيږي چه د عقل او ژبې كيدو باوُجُود هغه ولے مرګ او د هغے کیفیَّت نه بیانوي. “ هغوئي رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ فرمائي: چه كله زما د والِدِ محترم رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ د وصال وخت نزدے راغے نو ما عرض اوكړو: ”اے بابا جان (رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ)! تاسو خو به داسې داسې فرمائيل.“ نو هغوئي اِرشاد اوفرمائيلو: ”اے زما ځويه! مرګ د دې نه زيات سخت دے چه هغه دِ بيان كړے شي بيا هُم زه څه بيانووم: قسم په خُدائے! لكه زما په اُوګو چه د رَضْوٰی (يو مشهور غَر) او تِهامه غرونه ايښودے شوي دي او لكه زما رُوح چه د ستنې په سُوري ويستلے كيږي، لكه زما په خيټه كښې چه يوه د ازغو ډكه څانګه ده او آسمان، زمكې سره لګيدلے دے او زه د دې دواړو په مينځ كښې يم. (المستدرک،کتاب معرفة الصحابة، باب وصف الموت فی حالة  النزع،۵/۵۶۹،حدیث۵۹۶۹)

مرګ داسې لكه ژوندئ مرغئ په اور سره كول

    منقول دي چه حضرتِ سیِّدُنا موسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام  نه الله تعالٰى تپوس اوكړو چه مرګ