Book Name:Mout Ka Zaeqa

دِ څنګه محسوس كړو نو هغوئي عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام جواب وركړو: مرګ د هٰغے مرغئ په شان دے كومه چه ژوندئ په كړي كښې سره كولے كيږي، اوس نه خو هغه مړه كيږي چه نجات حاصل كړي او نه الوَتے شي. (احیاء علوم الدین،کتاب الذکروالموت ومابعدھا،باب ثالث فی سکرات الموت۔۔۔ الخ ، ۵/۲۱۰)

د مرګ سختي

د يو بُزرګ رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه په باره كښې راځي چه هغوئي د بيمارانو پوښتنه ډيره زياته كوله او تپوس به ئې ترې كولو: ته مرګ څنګه محسوسوے؟ چه كله پخپله د هغوئي آخري وخت راغے نو چا ترينه تپوس اوكړو: تاسو مرګ څنګه محسوسوئ؟ هغوئي اوفرمائيل: داسې ده لكه آسمانونه چه زمكے سره لګيدلي دي او زما رُوح د ستنے د سُوري همره سُوري باندې اُوځي.  (احیاء العلوم، ۵/۵۱۷)

یاالٰہی بُھول جاؤں نَزع کی تکلیف کو

شادیِ  دِیدارِ حُسنِ مُصْطفٰے کاساتھ ہو!

 (حدائقِ بخشش، ص ۱۳۲)

د شعر مختصر وضاحت: یعنی اے مهربانه الله! د مرګ سختې او تكليفونه ډير زيات دي، كه د ځنكدن وخت كښې را ته ستا د خوږ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِيدار ښكلې ښكلې نظارے نصيب شي نو په دې خوشحالئ كښې به را نه د مرګ سختې هيرې شي.

 صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! مونږه د مرګ د سختئ باره كښې بيان اوريدولو، یقیناً د ګناهونو ورځ په ورځ زياتيدونكي سیلاب او بدو صُحبتونو مونږه د فکرِ آخرت  او د مرګ باره كښې فِکر نه غافِله كړي يُو، زمونږ د بزرګانو طریقه دا وه چه هغوئي