Book Name:Mout Ka Zaeqa

زما ربّه! زما وَقار [يعني عِزَّت] نور زيات كړې. (مِراٰةُ المناجيح  ج٦ ص١٩٣، مُلَخَّصاً) نو د حضرتِ سام بِن نُوح رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه زمانه د حضرتِ سَيِّدُنا اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نه مخكښې وه او د هغوئي په زمانه كښې به ويښته نه سپينيدل، ځكه حضرتِ عيسىٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د هغوئي نه تپوس كړے وو چه ويښته دِ ولے سپين شو؟

      دلته دے مَدَني ګُل باندې هُم غور اوكړئ! چه حضرتِ سام رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د الله تعالٰى د جليلُ الْقَدْر او اُوْلُو الْعَزْم (يعني حوصله لرونكي) نبي حضرتِ سَيِّدُنا نُوح عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام شهزاده وو، دوئي په هٰغه يو څو خوش نصيبو كسانو كښې شامل وو چا چه په حضرتِ سَيِّدُنا نُوح
عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام باندې ايمان راوړے وو. د نبي ځوئ، او د الله مُقرَّب بنده كيدو باوجود د هغوئي دا حال دے چه د قيامت د راتلو يَرې د هغوئي ټول ويښته سپين كړل، هغوئي دومره اُويَريدلو چه ټول ويښته ئې سپين شو. مونږ ته خپل ځان باندې غور كول پكار دي چه زمونږه څه حال دے؟

قيامت څه ته وائي؟

      يقيناً د يو مسلمان په طور زمونږ دا عقيده ده چه قيامت برحق دے. قيامت څه ته وائي؟ واورئ! الله تعالٰى هر چا ته د نيكو جزا او او د ګناهونو سزا وركولو د پاره يوه ورځ مُقرره كړي ده. د هغه ورځې نوم ”قيامت“ دے، دې ته آخرت او يومِ حساب [يعني د حساب ورځ] هُم وائي. قيامت به هله راځي چه كله د زمكې په سر باندې د الله تعالٰى نوم اخستو والا يو انسان هُم پاتې نه وي. (صحيح مُسلِم، كتاب الايمان. باب ذهابُ الايمان، بيان آخر الزَّمان ص٨٠ حديث٣٧٥) نو بيا به د الله تعالٰى په حُكم حضرتِ اِسرافِيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام صُور پُوكي، چه خلق ئې واوري نو بےهوشه به شي او بيا به مړه شي. زمكه او آسمان، فرختے او پيريان، ټول جهان والا تر دې چه صُور او حضرتِ اِسرافِيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ټول به فَنا شي.