Book Name:Mout Ka Zaeqa

میں رَحمت مغفرت، دوزخ سے آزادی کا سائل ہوں        مہِ رَمَضان کے صدقے میں فرمادے کرم مولٰی!

براءَت   دے   عذابِ   قبر   سے   نارِ   جھنّم   سے              مہِ شَعبان کے صدقے میں کر فضل و کرم مولٰی!

تُو   بس  رہنا   سَدا   راضی  نہیں  ہے  تابِ  ناراضی              تو  ناخوش جس سے ہو برباد ہے تیری قَسم مولٰی!

                                                                                      (وَسائلِ بخشِش مرمم، ص ۹۸)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      خوږو مُحترمو اسلامي ورونړو! د مرګ خوند، د مرګ تريخ والے دا زمونږه موضوع ده. دې خبره كښې شك نشته چه مرګ به راځي نو بيا دا خبره هُم يقيني ده چه د ځنكدن د كيفيت سره به ضرور مخامخ كيږو، د ځنكدن سختې، د هغے كيفيت، د ملَكُ الْمَوْت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام ليدل، د ساه ختلو تكليف كښې اخته كيدل دا ټول سخت ازميښتونه دي، الله پاك چه چا له اُوغواړي د هغه د پاره ئې آسان كړي. كاش! دې مرحلو كښې مونږ سره هُم د الله رحمت شامِلِ حال شي، نن صورت حال دا دے چه ډير خلق د مرګ او د هغے د سختو نه غافِله دي. حالانكه شايد چه دُنيا كښې د مرګ او د هغے د سختو نه بله مُشكله مرحله نشته. چه د چا ځنكدن وي او د بدن نه ئې رُوح روان وي د هغه وخت د تكليف په شان بل تكليف نشته، د هغه وخت د درد په شان بل درد نشته. د هغه وخت د آزمائش په شان بل آزمائش نشته. د ځنكدن وخت كښې راتلونكو سختو ذِكر قرآنِ مجيد كښې هُم موجود دے. چنانچه ارشادِ باري تعالٰى دے:

وَ جَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّؕ-ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ(۱۹)(پ ٢٦، ق : ١٩ )

 [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او راغله د مرګ سخته حق سره، دا دے هغه چه ته به ورڅخه تښتيدلې.

د مرګ په تكليف صرف مړ كيدونكے پوهيږي

     د دې آيتِ مباركه په تفسير كښې مُبَلِّغِ اسلام، حضرتِ علّامه شُعيب حَرِيفِيش رَحْمَةُ اللهِ