Book Name:Mout Ka Zaeqa

بدن مو معمولي درد راشي نو بسترے نه نه شو پاڅيدلے، [نو غور اوكړئ] چه مونږه دومره نازك مِزاجه يُو نو د ځنكدن تكليفونه او سختې به څنګه برداشت كوو؟ الله پاك دِ مونږ ته په دُنيا او آخرت كښې خير، خير او خير نصيب كړي. اٰمِين بِجَاهِ النَّبِىِّ الْاَمِين  صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

آمنہ کے پسر، خیر سے ہوں بسر                                         زیست کے پیچ و خم، تاجدارِ حرم

(وسائل بخشش مرمم،ص۲۴۸)

            د شعر مختصر وضاحت: اے د آمنه رَضِیَ اللهُ تَعَالٰی عَنْهَا د زړګي سره صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! داسې كرم اوكړئ چه زمونږه د ژوند معاملات په خير تير شي.

مرګ ياد لرئ!

     لږ سوچ خو اوكړئ! هغه به څنګه منظر وي ٭ چه كله به زمونږ د بدن نه رُوح روان وي، ٭ د مرګ فرښتے به زمونږ د يو يو رګ نه رُوح اوباسي ٭ مونږ به ډير سخت وارخطا يو، ٭ په هر څه به پوهيږو خو بل به نه شو پوهه كولے ٭ په هر څه به پوهيږو خو چا ته به خپل حال نه شو بيانولے ٭رُوح ويستونكي فرښته به مونږ سره مخامخ وي ٭ رُوح وړلو والا فرښتے به را نه را چاپيره شي ٭ مرګ چه مونږ به ناخوښه ګنړلو، هغه به خپلو ټولو حقيقتونو سره مونږ له راغلے وي ٭ هٰغه مرګ چه مونږ به ترينه تښتيدلو، نن به هغه مونږه تښتيدو ته نه پريږدي ٭ هٰغه مرګ چه مونږ ترينه غافِله شوي وو نن به هغه زمونږ د غفلت پرده لرې كړي ٭ هٰغه مرګ چه مونږه هير كړے وو، نن به هغه مونږ ته ډير ښه ياد وي ٭ د دُنيا هغه ساز و سامان چه مونږ په ډيره خوارئ راجمع كړے وو نن به هغه ټول زمونږ نه پاتې شي ٭ نن به را نه مال و دولت هُم پاتې شي ٭ بنګله او ګاډے [كه لرو هغه] به هُم را نه پاتې شي ٭ بينك بيلينس نه به هُم نا اُمِيده شو ٭ بال بچي به هُم را نه پاتې كيږي ٭ بدن به مو يخ شي ٭ اول به مو ښپے يخې شي ٭ بيا به مو پنډئ په يخيدو شي ٭ بيا به د ښپو نه رُوح اوځي ٭ بيا به مو ورو ورو ټول بدن بے دمه شي ٭ د بدن ګرمائش به مو  ورو ورو يخ والي كښې بدل شي ٭ ژبه به اوچه شي او