Book Name:Mout Ka Zaeqa

(2) دُعاګانې

﴿1﴾ د شَبِ جُمعے [يعني د جُمعے د شپے] دُرُود

اَللّٰھُمَّ صَلِّ وَسَلِّمْ وَبَارِكْ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدِ نِالنَّبِیِّ الْاُمِّیِّ الْحَبِیْبِ الْعَالِی الْقَدْرِ الْعَظِیْمِ الْجَاہِ وَ عَلٰی اٰلِہٖ وَ صَحْبِہٖ وَ سَلِّمْ

بُزرګانو فرمائيلي دي چه څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعے اور زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي [هغه به] د مرګ په وخت كښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبْر كښې د داخليدو وخت كښې هُم، تر دې چه سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبْر كښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندې كوزوي.[1]

﴿2﴾ ټول ګناهونه مُعاف

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ

حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ  تَعَالٰی  عَـنْهُ نه روایت دے چه تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښې او كه ناست وو نو اودريدو نه مخكښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي.

﴿3﴾ د رَحمت اويا دروازے:

صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّدٍ

څوك چه دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2]


 

 



[1]… افضل الصلوات علی سید السادات، الصلاۃ السادسۃ والخمسون،ص۱۵۱ملخصًا

[2]… القول البدیع،الباب الثانی، ص۲۷۷