Book Name:Mout Ka Zaeqa

تالو پورې به اونښلي ٭ د سترګو تور به په بره لاړ شي ٭ سر به مو يو طرف ته زوړند شي ٭ شونډې به اوچې شي ٭ ګوتې به شنے شي ٭ د بدن سور سپين رنګ به مو خړ شي، غرض دا چه عجيبه بے وسي به وي. سوچ اوكړئ! هغه وخت به راباندې څه تيريږي. دومره تكليف به وي چه اَلْاَمان وَ الحَفِيظ!

د ځنكدن منظر

     حُجَّةُ الْاِسلام اِمام محمّد بِن محمّد بِن محمّد غزالي رَحْمَةُ اللهِ  تَعَالٰی عَلَيْه د ځنكدن د تكليف او سختې او د هغے د كيفياتو منظر كشي كښې داسې اِرشاد فرمائي: ځنكدن د هغه تكليف نوم دے كوم چه براهِ راست په رُوح نازليږي او [د بدن] ټول اَجزا ګير كړي تر دې چه د رُوح هٰغه حِصَّه هُم تكليف محسوسوي كومه چه د بدن د ټولو نه جَوَرو [حِصَّو] كښې وي، د ځنكدن تكليفونه براهِ راست رُوح باندې حمله كوي او بيا دا تكليفونه په ټول بدن كښې داسې خواره شي چه د هر هر رَګ، هر هر پټ، هرې حِصَّے او هر جوړ نه رُوح راښكلے كيږي. لِـهذا د هغه وخت د تكليف او سختې اندازه څوك نه شي لګولے، بزرګانو خو تر دې پورې فرمائيلي دي چه د مرګ تكليف د تُورې د ګُزار، د اَرے د څيرلو او د قينچئ د كټ كولو نه هُم زيات سخت دے ځكه چه كله د تُورې ګُزار په بدن اوشي نو بدن د هغے تكليف ځكه محسوس كړي چه د بدن تَعَلُّق رُوح سره قائم دے نو لږه اندازه اوكړئ چه هغه وخت به څومره تكليف وي چه كله د تُورې ګُزار براهِ راست په رُوح پريوځي؟ چه څوك په تُوره زخمي كړے شي نو مدد غوښتے شي، چغے او غوغا كولے شي، ځكه چه د هغه په ژبه او بدن كښې طاقت موجود دے، او د مړ كيدونكي كس آواز  او د چغو او سُورو طاقت د تكليف [د زياتوالي] په وجه ختم شي ځكه چه د مرګ تكليف هغه وخت په زړه غَلَبه اوكړي، د مرګ تكليف د ټول بدن طاقت ختم كړي او د بدن هره حِصَّه كمزورې كړي، د مرګ د تكليف په وجه د بدن