Book Name:Mout Ka Zaeqa

وركړے شوي طریقه کار مطابق مسلمانانو مړو ته غسل و کفن او د لواحقینو [يعني د مړي د كورنئ د كسانو] د غمرازئ ټول معاملات سر ته رَسَوَل او ثواب ګټل دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ عَزَّوَجَلَّ د مجلس تجهیز و تکفین تحت وقتاً فوقتاً، مُلک او بیرونِ ملک كښې د ذِمَّه دارانو او عاشِقانِ رَسُول د سُنَّتو ډكو اجتماعاتو انعقاد هُم كيږي. د مجلس تجهیز و تکفین تحت د دريمے، څلويښتمے او كليزې په موقع د ایصالِ ثواب د اجتماع ترکیب هُم كيږي او هغے كښې د تقسیمِ رسائل ترکیب هُم كيږي.

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ د مجلسِ تجہیز و تکفین او د مجلسِ آئی ټي په مشترکه كوششونو د عاشقانِ رسول د آسانئ د پاره د Muslim's Funeral(تجہیز وتکفین) په نوم موبائل ایپلي کیشن  هُم جوړ كړے شوے دے چه په هغے كښې د ځنكدن د وخت اهم اُمور، د مړي د غُسلِ مکمله طریقه، د کفن تیارولو طریقه، د جنازے د لـمانځه طریقه، د قَبْر جوړلو او د خخولو ټول معاملات د D3 Video په ذريعه ښودلے شوي دي. د علمِ دین زده كولو جذبه لرونكي اسلامي ورونړه دا ایپلی کیشن د پلے اسٹور (Play Store) نه د Muslim's Funeral په نوم سرچ كولے او انسټال كولے شي. [اَلْحَمْدُ لِلّٰه پښتو ژبه كښې هُم موجود دے]   

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او د قَبْر و دفن يو څو مدنی ګلونه د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چه زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چه زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘.[1]

د قَبْر و دفن مَدَنی ګلونه


 

 



[1]… مشکاۃ الصابیح،کتاب الایمان،باب الاعتصام بالکتاب والسنۃ،۱/۹۷،حدیث: ۱۷۵