Book Name:Mout Ka Zaeqa

واورئ او د زړه په اِخلاص كثرت سره د دُرُود شريف وئيلو نِيَّت اوكړئ. چنانچه ليكلي دي چه يو مريض د ځنكدن په حالت كښې وو  د هغه دوست د هغه د خِدمت د پاره راغے او تپوس ئې ترې اوكړو: اے دوسته د ځنكدن د تريخ والي څه حال دے؟ هغه جواب وركړو: زه هيڅ تكليف نه محسوسووم، ځكه چه ما د عُلَمائےِ كرامو نه اوريدلي دي چه څوك په حبيبِ خُدا، مُحَمَّدِ مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې كثرت سره [يعني ډير] دُرُودِ پاك وائي، الله پاك هغه ته د مرګ د تريخ والي نه امن وركوي.

خوږو مُحترمو اسلامي ورونړو! يقيناً هغه اسلامي ورونړه ډير خوش نصيبه دي څوك چه په ناسته ولاړه او ګرځيدو راګرځيدو كښې، د اُوده كيدو وخت كښې او د راپاڅيدو وخت كښې، په اوداسه كښې او بے اَودسه دُرُود شريف وائي، اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى كثرت سره د دُرُود شريف وئيلو سعادت حاصلولو په بَرَكت به د ځنكدن سختے آسانے شي او د قَبْر و آخرت منزلونه به هُم سهولت سره تير شي. اے كاش چه زمونږه حال دا شي....

بیٹھتے   اُٹھتے   جاگتے   سوتے                            ہو   اِلٰہی    مِرا    شعار   دُرُود

جان  نکلے  تو   اس  طرح  نکلے                                تجھ پہ اے غم زدُوں کے یار دُرُود

دِل میں جلوے بسے ہوئے تیرے                     لب  سے  جاری ہو بار  بار  دُرُود

                                                                              (ذوقِ نعت ص ۱۲۴، ۱۲۵)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]


 

 



[1]  (معجم ِ كَبِير سهل بِن سعد الساعدى...الخ، ٦/١٨٥، حديث ٥٩٤٢)