Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
دا ښائي چې تاسو تکبر اوکړۍ! پۀ خپل طاقت، د خپل قوت، د خپل عقل، د خپل عِلم پۀ باور د رَبِّ کريم د قدرتونو نه اِنکار اوکړۍ! آيا ستاسو دا حيثيت شته چې د الله پاک احکام او فرامين پۀ خپل عقل باندې وَتَلَۍ۔۔۔!! نا۔۔۔!! نا۔ تاسو هيڅ نۀ وۍ، هغه ستاسو نه ډير څۀ جوړ کړل۔ ځکه خپل سر د هغۀ پۀ حُضُور کښې ټيټ کړئ او د عاجزۍ او انکسارۍ پۀ نمونې جوړيدو د زړۀ د اِخلاصه ووايئ! سُبْحٰنَ رَبِّیَ الْاَعْلٰی پاک دے زما د عظمتونو والا رَبّ۔۔۔!!
دا وړومبے حالت وو، اوس دويم حالت بيانولےشي ، اِرشاد دے:
فَاَحْیَاكُمْۚ-
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغۀ تاسو پيدا کړۍ۔
دا دے د خُدائے شان ۔۔۔!! تاسو بےساه وۍ، هغۀ تاسو ساه لرونکي جوړ کړۍ، د اوبو د يو څاڅکي نه يـې ژوندے جاړ، د عقل او شکل والا، د طاقت او قوت والا اِنسان جوړ کړۍ او جوړ يـې هم څنګه کړۍ؟
لَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ فِیْۤ اَحْسَنِ تَقْوِیْمٍ٘(۴)
(پارہ:30، سورۀ التین:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه يقيناً مونږه اِنسان د ټولو نه ښۀ صورت کښې پيدا کړو۔
د پنجابۍ يو شاعر دے، هغه ډير پۀ نا اشنا انداز کښې د الله پاک حمد بيان کړے دے بلکې داسې ووايۍ چې مونږ چي پۀ خپل حُسن، ځوانۍ، طاقت او قوت باندې کوم تکبر کوو، شاعِر مونږ له يو اِحساس راکړے دے، ليکلي يـې دي:
نَکْ جَے مَتّھے اُتّے ہُوْنْدَا کَنْ جَے دَھْوْن دَے پِچّھے ہُوْنْدَے
اَکْھاں ہُنْدیاں مَوْڈَے اُتَّے وَکِّھی وِچْ اِکْ پُوْچَھل ہُوْنْدِی
گَوْڈَے دِیْ تَھاں پَسْلِیْ ہُوْنْدِی پَسْلِیْ دِی تَھاں گَوْڈَا ہُوْنْدَا