Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
د حيرانلو والا پوښتنه ده: يعنې د خُدائے نه اِنکار کوونکي دا وئيل شي چې څومره د حيرانتيا خبره ده، اخر تاسو د الله پاک نه اِنکار څنګه کولے شۍ؟ حالانکې
وَ كُنْتُمْ اَمْوَاتًا فَاَحْیَاكُمْۚ-ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ(۲۸)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې تاسو مړۀ وۍ نو هغۀ تاسو پيدا کړۍ بيا به مو مړۀ کوي بيا به مو راژوندي کوي بيا به هُم د هغۀ طرف ته بيرته ګرځولے کيږۍ۔
دا د اِنسان د 5 حالتونو ذِکر دے، پۀ دې کښې هر حالت د الله پاک د وجود يو مستقل دليل دے۔
فرمائي:
وَ كُنْتُمْ اَمْوَاتًا
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې تاسو مړۀ وۍ۔
دا زمونږ وړومبے حالت دے۔ يو وخت وو چې مونږ هيڅ نۀ وو۔
هَلْ اَتٰى عَلَى الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْــٴًـا مَّذْكُوْرًا(۱) (پارہ:29، سورۀ اَلدَّھْر:1)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه پۀ اِنسان يو هٰغه وخت تير شو چې هغه څۀ قابلِ ذِکر څيز نۀ وو۔
دا يو قِسم له زمونږ د تکبر ماتولو يوه وسيله ده، زمونږ د اَنَا، زمونږ د زۀ د ختمولو يوه وسيله ده، مونږ له اِحساس راکړے کيږي چې تاسو د خُدائے نه اِنکار څنګه کولے شۍ؟ د هٰغه قادِر او قَيُّوم پۀ مقابله کښې ځان څنګه ودرولے شۍ؟ د هغۀ د احکامو پۀ مقابله کښې خپلو خواهشاتو له ترجيح څنګه ورکولے شۍ؟ حالانکې تاسو هيڅ هم نۀ وۍ، څۀ د ذِکر قابل څيز نۀ وۍ، پۀ دې خپل وړومبي حالت خو لږ غور اوکړئ! د چا پۀ خيال کښې ستاسو هډو تصور هم نۀ وو، څوک شته چې هغۀ تاسو له وجود درکړو، آيا اوس ستاسو سره