ALLAH Pak Ki Pehchan

Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan

بنده کيدل څۀ ته وئيلے شي؟

 اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږ بندګان يو، مونږ يـې منو هم چې مونږ د الله پاک بندګان يو، زمونږه عقيده ده: لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ۔ مونږ ته پۀ صحيح معنو کښې د بنده جوړيدو حاجت دے۔ يو ځل حضرت اِبراهيم بن اَدهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د يو غلام ضرورت پيښ شو، هغوئي بازار ته تشريف يوړلو، يو غلام يـې واخستو او کور ته يـې راوستو، هغوئي د هٰغه غلام نه پوښتنه اوکړه: ستا څۀ نوم دے؟ غُلام ووئيل: پۀ کوم نوم مې چې تاسو رابلۍ هُم هغه به زما نوم وي، هغوئي پوښتنه اوکړه: تۀ د کوم خوراک عادت يـې؟ غُلام ووئيل: څۀ چې راباندې تاسو خورۍ هغه به خورم، بيا يـې پوښتنه اوکړه: که څۀ خواهش دې وي نو راته ووايه! غُلام ووئيل: څۀ چې ستاسو خواهش دے، هم هغه زما خواهش دے۔ زۀ خو غُلام يم او د غُلام د دې څيزونو سره څۀ تعلق نۀ وي۔ پۀ دې باندې حضرت اِبراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سوچ اوکړو: کاش چې زۀ هم د الله پاک داسې تابعدار بنده وے نو څومره به ښه وے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! دې ته وئيلے شي، بنده (يعنې غُلام) کيدل، بنده هُم هغه دے د چاچې خپل څۀ خواهش نۀ وي، د چا چې خپله څۀ خوښه نۀ وي، بنده هميشه د خپل مالِک پۀ خوښه روان وي، ځکه مونږ له هم پکار دي چې پۀ خپله خوښه نۀ بلکې د الله پاک پۀ حکم باندې روان شو، د ژوند معيار خپل خواهش نۀ بلکې د الله پاک احکام جوړ کړو، شريعت، حديثونه مبارک، دِين خپل معيار جوړ کړو۔ پۀ دې کښې خير دے، پۀ دې کښې د دِين او د دُنيا کاميابي ده او دا زمونږ حق هم جوړيږي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کري۔  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                                   صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... تذکرۃ الاولیا، حضرت ابراہیم ادھم، صفحہ:78۔