Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
بيا الله کريم فرمائي:
ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا به مو مړۀ کوؤ۔
دا د اِنسان دريم حالت دے، اِنسان وړومبے هيڅ هم نۀ وو، څۀ د ذِکر قابل څيز نۀ وو، بيا الله پاک هغه ژوندے کړو، د هغۀ د ژوند نه پس بيا يو وخت راځي چې انسان پۀ دې دُنيا کښي نۀ پاتې کيږي يعنې هغه له مرګ راځي۔
دا هم د الله پاک د وجود دليل دے، مرګ د تکبر کوونکو تکبر ماتوي، د زورورو زور اوبۀ کوي، د بادشاهانو تختونه اړوي۔ پۀ زرګونو مهارتونه، سائنسي ترقيانې هيڅ هم مرګ نشي لرې کولے، اخر څۀ وجه ده چې اِنسان ژوندے اوسيدل غواړي خو تر ننه پورې څوک هم د مرګ د پنجې نه بچ نشو؟ د دې نه مونږ ته معلوميږي چې
کوئی تو ہے جو نظامِ ہستی چلا رہا ہے، وہی خدا ہے
اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل روم ته تشريف يوړلو، هلته هغوئي يو عجيبه منظر وليدو، د ځنګل پۀ يو ځائے کښې د اعلیٰ قِسم د ريښمينې کپړې يوه ښکلې خيمه جوړه ده او د خيمې ګير چاپيره وسله پۀ لاس فوځيان ولاړ دي، هٰغه فوځيانو پۀ خپله ژبه کښې څۀ ووئيل او لاړل، بيا د ملک لوئي لوئي عالمان او مشائخ راغلل، هغوئي هم د خيمې سره ودريدل، څۀ يـې ووئيل او لاړل، بيا د ملک لوئي لوئي حکيمان، طبيبان راغلل، هغوئي هم د خيمې پۀ خوا کښي څۀ ووئيل او بيا لاړل، بيا بادشاه او وزير راغلو، دوئي هم تر څۀ وخته پورې د خيمې سره ودريدل، څۀ يـې ووئيل او بيا لاړل، اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې ليدو زۀ ډير حيران شوم، ما د چا نه پوښتنه اوکړه چې دا څۀ معامله ده؟ نو هغۀ ووئيل: د بادشاه يو ښکلے،ځوان ځلمے ځوي وو، هغه وفات شو، هغه پۀ دې خيمه