Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
لوئي ډاکو وو، بيا پۀ هغوئي باندې کرم وشو، هغوئي توبه کړه او پۀ نيکو کارونو کښې مصروف شو، د رَبِّ کريم پۀ هغوئي باندې ډير لوئي فضل وو، هغوئي ته ډير اوچت مقام عطا کړے شو۔ حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل پۀ مِنیٰ شريف کښې پۀ يو غر باندې موجود وو، هغوئي وفرمائيل: که څوک وَلِيُّ الله دې غر ته حُکم اوکړي چې اے غره! اوږد شۀ۔ نو غر به فوراً اوږد شي۔ بس دومره وئيل وو چې غر پۀ اوږديدو شو، حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: اے غره! ودريږه۔۔۔!! ما تا ته حُکم نۀ دے کړے۔ پۀ دې اوريدو غر پۀ ارام شو۔ ([1])
دا دے د الله پاک د معرفت شان۔۔۔!! د چا چې د الله پاک پيژندنه نصيب شي، هغه داسې لوئي مقام ته رَسي۔
يوه بنيادي پوښتنه ده: اخر د الله پاک معرفت (يعنې پيژندنه) څنګه حاصليږي؟ حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې باره کښې ډير تفصيلي کلام فرمائيلے دے، پۀ اخره کښې يـې نتيجه دا راوويستله چې د الله پاک معرفت (يعنې پيژندنه) نۀ خو پۀ عِلم ميلاؤيږي او نۀ پۀ عقل، د الله پاک معرفت صرف او صرف د الله پاک پۀ فضل سره ميلاؤيږي، پۀ چا باندې چي الله پاک فضل اوکړي، د هغۀ دا معرفت نصيب شي۔ ([2])
دې دُنيا ته ډير داسې خلق راغلل کومو چې پۀ خپل عقل باندې الله پاک پيژندل غوښتل خو ناکامه شو، نتيجةً چا سپوږمۍ خُدائے ومنله، چا د نمر عبادت شروع کړو او چا وَنې خپل رَبّ منل شروع کړل۔ غرض دا چې د الله پاک پيژندنه نۀ خو پۀ عقل نصيب کيږي، نۀ پۀ عِلم ميلاؤيږي، دا پيژندنه چې د چا هم نصيب کيږي، هُم د الله پاک پۀ فضل نصيب