Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
ختمه کړي نو د هغۀ معرفت نصيب کيږي او هغې ته معرفتِ حال وئيلے شي۔ ([1])
مطلب دا دے چې بنده کله خپل زۀ ختم کړي نو بيا د هغۀ د الله پاک فضل نصيب کيږي، کله چې فضل نصيب شي نو د هغۀ د الله پاک معرفت نصيب کيږي۔
د کلام نتيجه دا راوتله چې الله پاک دے، هغه هُم يو دے، د هغه څوک هم شريک نشته، د دې خبرې دليلونه خو پخپله زمونږ پۀ 5، 6 فټه وجود کښې هم موجود دي خو تر څو پورې چې زمونږ پۀ وجود کښې زۀ دے، انا، تکبُّر او ځان خوښي موجوده ده، تر هٰغه وخته پورې مونږ هٰغه دليلونه ليدلے نشو، پۀ هٰغه دليلونو باندې پوهيدے نشو، ځکه لازم دي چې مونږه خپله انا او ځان خوښي ختمه کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د کائنات پۀ ذره ذره کښې به راته د رَبِّ کريم د قدرتونو نخښې پۀ نظر راځي۔
مٹ جائے یہ خُودی تو وہ جلوہ کہاں نہیں
دردا میں آپ اپنی نظر کا حجاب ہوں
[د خپل ذات پۀ آئينه کښې راته ښکارې د شبنم قطره قطره کښې راته ښکارې خدايه ذات دې يوه لويه مُعمه ده ښکارې نۀ خو پۀ هر څۀ کښې راته ښکارې (ډاکټر اباسين يوسفزے)]
د آيت مبارک مختصر وضاحت
دا د معرفت پۀ باره کښې يو څو خبرې وې، اوس راځئ چې د آيت مبارک مختصر شان وضاحت واورو۔ الله پاک فرمائي:
كَیْفَ تَكْفُرُوْنَ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو څنګه د الله منکر کيدے شۍ۔