ALLAH Pak Ki Pehchan

Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan

تريووالے،تريخ والے، ګرم والے او خوګوالے

يو ځل اِمام اعظم ابو حنيفه نعمان بن ثابت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اِمامِ جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خِدمت کښې حاضر شو، اِمام جعفر صادِق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ورته وفرمائيل: اے نعمانه! آيا تۀ د سترګو د تريووالې ، د غوږونو د تريخ والي، د پوزې د سورو د ګرم والې او د شونډو د خوږوالې پۀ باره کښې څۀ معلومات لرې؟ عرض يـې اوکړو: نه۔ اِمامِ جعفر صادق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: زما د نيکه بابا نه روايت دے چې رسولِ رحمت، شفيعِ اُمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الله پاک پۀ خپل فضل او اِحسان سره د اِبنِ آدم پۀ سترګو کښې تريوالے کيښوده ځکه چې سترګې د وازګې نه جوړې دي، که پۀ دې کښې د مالګي تريووالے نۀ وے نو دا به ويلې کيدلې۔ الله پاک تريخ والے د اِبنِ آدم پۀ غوږونو کښې کيښودو، که داسې نۀ وے نو حشرات به غوږونو ته دننه کيدل او دماغو ته به رسيدل او نقصان به يـې کولو۔ دغه شان الله پاک د اِبنِ آدم د پوزې پۀ سورو کښې ګرم والے ايښودے دے، پۀ دې باندي  هغه بوئي کول کوي، که داسې نۀ وے نو دماغ به بدبوداره کيدل۔ الله پاک پۀ اِبن آدم باندې مهرباني او فضل او احسان کړے دے او خوږوالے يـې د هغه پۀ شونډو کښې ايښودي دي د دې پۀ ذريعه هغه د هر څيز خوند څَکي او خلق د هغۀ د خبرو د خوږوالې نه خوندونه اخلي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د عظمتونو والا رَبِّ کريم۔۔۔!! اندازه ولګوئ چې د اِنسان پۀ تخليق کښي څۀ څۀ انتظام شوے دے، پۀ څومره کمال کاريګرۍ سره يو بےساه څيز ژوندے جاړ، ګرځيدونکے، عقل پوهه لرونکے اِنسان جوړ کړے شوے دے۔ بيا به مونږ ولې د هٰغه رَبِّ کريم د قدرت او د عظمت پۀ اِقرار کولو د هغه پۀ حُضُور کښې سر ولې نۀ ښکته کوو، يقيناً چې هغه هم واحِد رَبّ دے، هغه لاشريک دے يعنې د هغه پۀ خُدايۍ کښې څوک شريک نشته، هم هغه د عبادت لائق دے، هم هغه دے د چا پۀ حُضُور کښې چې سر ښکته کول او سُبْحٰنَ رَبِّیَ الاعلٰی وئيل د اِنسان سره ښائي۔


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، جعفر بن محمد الصادق، جلد:3، صفحہ:229، رقم:3797 خلاصۃً۔