Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
کيږي۔ کله چې پۀ بنده باندې د الله پاک فضل وشي، نو بيا د هغۀ عقل هم روښانه شي او د هغۀ زړۀ ته د معرفت نُور هم کوز شي۔ بيا بنده ته د کائنات پۀ ذره ذره کښې د رَبِّ کريم وجود او د هغۀ د قدرتونو نخښې پۀ نظر راتلل شروع شي۔
کله چې غوا د ويرې نه وتښتيدله
پۀ بني اسرائيلو کښې يو کَس وو هغۀ به د غوا عبادت کولو، يوه ورځ هغۀ خپله غوا د ځان سره يو باغ ته بوتلله، غوا يـې ګيا وغيره خوړله چې ناڅاپه وريځه راغله، بريښنا شوه، د وريځو خطرناکه ډړزارے او د بريښنا د تندر کړس چې کله د غوا پۀ غوږو شو نو غوا ويريدله او وتښتيدله۔
دا هٰغه وخت وو کله چې پۀ دې مُشرِک باندې د الله پاک فضل وشو، هغۀ سوچ اوکړو چې دا غوا خو د وريځو د ګړزارې او د تندر د کړس نه ويريږي، دا هيڅکله هم خُدائے نشي کيدے۔ د دې سوچ نه پس هغۀ د اسمان طرف ته نظر اوکړو او اے د وريځو ربه پۀ وئيلو يـې الله پاک ته اواز اوکړو۔ هٰغه وخت الله پاک د هٰغه وخت نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله چې فلانکے کَس دے، لاړ شئ او هغۀ ته کلمه هم ووايئ او د دِين بنيادي خبرې ورته هم وښايئ! ([1])
دا دے د الله پاک فضل۔۔۔!! کله چې وشي نو هُم هٰغه وخت معرفت نصيب کيږي۔
اوس پوښتنه دا ده چې د الله پاک فضل مونږ څنګه حاصلولے شو؟ حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې سوال پۀ جواب کښې فرمائي: کله چې بنده خپله هستي