Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
د کلمه اينډ دُعا ايپلي کيشن تعارف
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د کلمه او دُعا (Kalma & Dua) جاري کړے دے۔ * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه ډير په اسان انداز کښې د ماشومانو تربيت کيدے شي * پۀ دې ايپلي کيشن کښې د ماشومانو د پاره 6 کلمې د آډيو پۀ شکل کښې د حرفونو د اداکولو او د ترجمې سره * د امروزه 16 مختلفې دُعاګانې مثلاً د اوبو څښلو دُعا * د ډوډۍ خوړلو نه مخکښې او وروستو دُعا * د پئيو څښلو دُعا * د اوده کيدو دُعا وغيره د حرفونو د ادائيګۍ او ترجمې سره او پۀ مختلفو موضوعاتو باندې سُنت او آداب وغيره شامل دي۔ پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن انسټال کړئ او فائده ترينه واخلئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ ناسته پۀ نـمونځ کولو کښې د رکوع حد دا دے چې تندے د زنګونانو مقابل راشي۔
وضاحت: زمونږ وړومبے دا ترجيح پکار ده چې نفل نـمونځ هم پۀ ولاړه اوکړو چې پۀ دې کښې ثواب زيات دے۔ بيا هم که څوک نفل نـمونځ پۀ ناسته کوي نو د هغې اجازت شته، داسې که څۀ بيماري وي او د شرعي اجازت سره پۀ ناسته نـمونځ کوي نو پۀ دې کښې هم څۀ باک نشته، البته پۀ ناسته پۀ نـمونځ کولو کښې پۀ رکوع کولو کښې بعضې خلق د شکونو سره مخ کيږي، پۀ دې نۀ پوهيږي چې پۀ رکوع کښې څومره ښکته کيدل