ALLAH Pak Ki Pehchan

Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan

تاسو پيدا کړۍ بيا به مو مړۀ کوي بيا به مو راژوندي کوي بيا به هُم د هغۀ طرف ته بيرته ګرځولے کيږۍ۔

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک موجود دے، الله پاک يو دے، د هغۀ هيڅ شريک نشته، پۀ قرآنِ کريم کښې د الله پاک د معرفت (يعنې پيژندنې) ډير قِسمه دليلونه ذِکر کړے شوي دي، د دغه دليلونو يو قِسم دلائِلِ اَنْفُس هم دے، يعنې د اِنسان ذات، د هغۀ وجود، د هغۀ اخستونکې ساه ګانې، د هغۀ ښکلے تخليق، د هغۀ ماشومتوب، ځواني، بوډا والے وغيره د اِنسان هر يو حال پخپله د الله پاک د موجودتيا دليل دے، د الله پاک د موجودتيا داسې دليلونه کوم چې د اِنسان پۀ ذات کښې موندلے شي، هغې ته دلائِلِ اَنْفُس وئيلے شي۔ ([1]) اوس مونږ د وړومبۍ سيپارې، د سورۀ بقره د آيت: 28 د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې د الله پاک د معرفت پۀ باره کښې يوڅو دلائِلِ اَنْفُس بيان کړے شوي دي۔

د ټولو نه وړومبے خو د الله پاک د پيژندنې پۀ باره کښې يو څو خبرې واورئ! بيا به مونږ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د آيت مبارک ترجمه او وضاحت اورو۔

د الله پاک پيژندنه اهمه فريضه ده

وړومبۍ خبره خو دا پۀ ذِهن کښې کښينوئ چې د ټولو نه وړومبے او د ټولو نه اهم فرض کوم چې پۀ يو اِنسان باندې لګي، هغه د الله پاک پيژندنه بلکې حق خو دا دي چې زمونږ دُنيا ته د راتللو بنيادي مقصد هم د الله پاک معرفت (يعنې پيژندنه) ده۔ پۀ قرآنِ کريم کښې اِرشاد دے:

وَ مَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَ الْاِنْسَ اِلَّا لِیَعْبُدُوْنِ(۵۶) (پارہ:27، سورۀ الذّٰارِیٰت:56)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او ما پيريان او انسانان هُم دې د پاره پيدا کړي دي چې زما عبادت کوي۔


 

 



[1]... تفسیر کبیر، پارہ:24، المؤمن،زیر آیت:67، جلد:9، صفحہ:530 خلاصۃً۔