Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې مونږ هُم پۀ دې دُنيا کښې د الله پاک معرفت حاصل کړو او د هغه پۀ عبادت کښې مصروف شو، پۀ دې کښې زمونږ خير دے که داسې اونکړو نو ياد ساتئ چې د مرګ سره به خبره نۀ ختميږي بلکې
ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ثُمَّ اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ(۲۸)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بيا به مو راژوندي کوو بيا به هُم د هغه طرف ته بيرته ګرځولے کيږۍ۔
مونږ به بيا راژوندي کيږو، بيا به د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضري هم کيږي، د الله پاک پۀ بارګاه کښې به د خپل ژوند د يو يو ساعت حساب هم ورکول وي۔ ځکه بهتره دا ده چې مونږ پوهه شو، سم شو، د الله پاک معرفت حاصل کړو او د الله پاک پۀ عبادت کښې، د هغۀ د رضا والا کارونو کښې ژوند تير کړو۔
کُفرِ خفي او د هغې نخښې
کيدے شي چې د ډيرو خلقو پۀ ذِهن کښې راځي چې مونږ خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان يو، الله پاک منو، پۀ لَا اِلٰہَ اِلَّا للہ پوخ يقين لرو، لهذا مونږ ته خو د الله پاک معرفت حاصل دے۔ پۀ دې باره کښې عرض دے، يقيناً چې مونږ مسلمانان يو، مونږ د الله پاک منلو والا، کلمه وئيلو والا يو خو مونږ له دې طرف ته هم د توجه کولو ضرورت دے څۀ چې اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي، هغوئي ليکلي دي: د کُفر يو قِسم هغه دے کوم چې ظاهر دے (يعنې د کوم پۀ سبب چې انسان د اِسلام نه بهر کيږي لکه د الله پاک د موجودتيا نه اِنکار کول، د نبيانو، اسماني کتابونو يا د قيامت وغيره نه اِنکار کول۔) د دې نه علاوه د کُفر يو بَل قِسم هم دے، کوم ته چې کُفرِ خفي وئيلے شي۔ (د دې مطلب دے چې بنده خو مسلمان دے، کلمه هم وائي، پۀ الله پاک باندې د هغۀ پۀ رسولانو، د هغۀ پۀ کتابونو او د قيامت پۀ ورځ باندې ايمان لري خو د هغۀ کردار د کافرانو پۀ شان دے۔) د دې پۀ مثال ورکولو اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: هر هٰغه بنده کوم چي د الله پاک نه مخ واړوي، صرف او صرف هُم د