Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
کښې دفن دے، هر کال چې کله د هغۀ د وفات ورځ راځي نو ټول هم داسې دلته راجمع کيږي، وړومبے فوځيان خيمې ته راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د جنګ پۀ ذريعه مرګ منع کيدے شوے نو مونږ به د خپل سر پۀ تاوان هم تاسو بچ کړي وے، بيا عالمان راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د عِلم پۀ ذريعه مرګ منع کيدے شوے نو مونږ به ضرور تۀ بچ کړے وے، بيا طبيبان راځي او وائي: اے د بادشاه ځويه! که د مرګ علاج ممکن وے نو مونږ به ضرور ستاسو علاج کړے وے، پۀ اخره کښې بادشاه او وزير راځي او وائي: ځويه! مونږ ستاسو د بچ کولو ډير کوشش اوکړو خو مرګ څوک منع کولے شي؟ اوس دې د راتلونکې کال پورې پۀ تا باندې زمونږ سلام وي۔
اِمامِ حسنِ بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله دا واوريدل نو هغوئي پوخ نيت اوکړو چې اوس به ټول عمر نۀ خاندم او تر څو پورې چې پۀ دُنيا کښې يم هُم د اخرت پۀ فِکر کښې به مصروف اوسيږم۔ ([1])
وہ ہے عیش و عشرت کا کوئی محل بھی جہاں تاک میں ہر گھڑی ہو اجل بھی
بس اب اپنے اس جہل سے تُو نکل بھی یہ جینے کا انداز اپنا بدل بھی
جگہ جی لگانے کی دُنیا نہیں ہے
یہ عبرت کی جا ہے تماشا نہیں ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے مرګ۔۔۔!! پۀ دې دُنيا کښې د چا هميشه ژوندي نۀ پاتې کيدل، د دې خبرې دليل دے چې الله پاک شته، هغه لاشريک دے، ځکه پۀ مونږ ټولو باندې لازم دي چې د هغۀ معرفت حاصل کړو او خپل سر د هغۀ پۀ حُضُور کښې ښکته کړو او ووايو: سُبْحٰنَ رَبِّی الْاَعْلٰی پاک دے زما د عظمتونو والا رَبّ!