Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
دُنيا شي، پۀ دُنيا باندې راضي وي، پۀ دې باندې مطمئين وي، هغه هم کافِر دے (يعنې دے خو مسلمان خو د هغۀ دا انداز د کافرانو والا دے)۔ ([1])
دغه شان پۀ قرآنِ کريم کښې د دې يو مثال داسې ميلاؤيږي، الله پاک فرمائي:
اَفَرَءَیْتَ مَنِ اتَّخَذَ اِلٰهَهٗ هَوٰىهُ وَ اَضَلَّهُ اللّٰهُ عَلٰى عِلْمٍ
(پارہ:25، سورۀ الجاثیہ:23)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ هغۀ ته خو وګوره چا چې خپل خواهش خپل خُدائے جوړ کړو او الله هغه د عِلم باوجود ګمراه کړو۔
اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اوس دې مونږ لږ غور اوکړو، مونږاَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک نه اِنکار خو نۀ کوو، مونږ مسلمانان يو خو لږ سوچ اوکړئ! کُفرِ خفي (يعنې د کافرانو والا د کردار) څومره صورتونه پۀ مونږ کښې موجود دي * آيا دلته خلق د اخرت پۀ مقابله کښې دُنيا له ترجيح نۀ ورکوي۔۔۔؟ * آيا د يو څو روپو د پاره خلق فرض نـمونځونه نۀ پريږدي؟ * د وادۀ ښادۍ وغيره پۀ موقع باندې د الله پاک نافرمانۍ نۀ کيږي؟ * آيا دلته د الله پاک د احکامو پۀ مقابله کښې د نفس پۀ خواهشاتو پسې تلل نۀ کيږي؟ افسوس چې دلته هم داسې کيږي۔ افسوس چې خلق د خپل ارام د پاره د سحر نـمونځونه قضا کوي، د يو څو روپو د پاره پۀ نـمونځونو کښې ناراستي کوي، د الله پاک د احکامو پۀ مقابله کښې خپلو خواهشاتو له ترجيح ورکولے کيږي، څومره د حيرانتيا خبره ده۔۔۔!! مونږ داسې څنګه کولے شو؟ الله پاک هغه دے چې مونږ هيڅ هم نۀ وو، هغۀ مونږ ته ژوند راعطا کړو، هغۀ مونږه پيدا کړو، پۀ زرګونو قِسمه نعمتونه يـې راعطا کړل، آه! ډير زر به مونږه مړۀ کيږو، قبر ته تلل دي، د الله پاک پۀ حُضُور کښې حاضريدل دي او د خپل هر يو عمل حساب ورکول دي۔۔۔!!
[1]... احیاء العلوم، کتاب الصبر والشکر، الرکن الثالث من کتاب الصبر والشکر...الخ، جلد:4، صفحہ:159 خلاصۃً۔