Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
د دې آيت مبارک پۀ تفسير کښې اِمام مُجاهد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ دې آيت کښې د عِبادت نه مُراد معرفت دے۔ ([1]) يعنې د آيت مطلب به دا وي چې ما پيريان او اِنسانان دې د پاره پيدا کړل چې زما معرفت حاصل کړي۔
يو حديثِ قُدسي کوم چې لوئي لوئي اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ذِکر کړے دے او د هغې نه يـې لوئي لوئي مسئلې راويستې دي، الله پاک فرمائي: كُنْتُ كَنْزًا مَخْفِیًّا زۀ يوه پټه خزانه ووم، فَاَحْبَبْتُ اَنْ اُعْرَفَ فَخَلَقْتُ الْخَلْقَ لِاُعْرَفَ پس ما وغوښتل چې زۀ وپيژندے شم، نو ما مخلوق پيدا کړو۔ ([2])
معلومه شوه چې مونږ پيدا کړے شوي هم دې د پاره يو چې د الله پاک معرفت حاصل کړو۔
ستاسو پۀ دُعا باندې به غر خپل ځائے پريښودلے
پۀ حديثِ پاک کښې دي: زما او ستاسو خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: که تاسو د الله پاک داسې معرفت حاصل کړۍ لکه څنګه چې د هغۀ د معرفت حق دے نو ضرور به تاسو پۀ سمندرونو باندې ګرځۍ او ستاسو پۀ دُعا باندې به غرونه خپل ځائے پريږدي۔ ([3])
اَللہُ اَکْبَر! دا دے د الله پاک د پيژندلو عظمت۔۔۔!! کوم کَس ته چې پۀ صحيح معنو کښې د الله پاک پيژندنه حاصله شي، هغه ډيره اوچته مرتبه حاصلوي، د هغه پۀ دُعاګانو کښې داسې اَثر راځي چې هغه دُعا اوکړي نو غرونه د خپلو ځايونو نه لرې کيږي۔
حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وليُّ الله دے، هغوئي د توبه کولو نه مخکښې ډير