Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
دي، څوک ډير لږ شان سر ښکته کړي او رکوع اوکړي او څوک دومره ښکته شي چې د سجدې والا صورت ترينه جوړ شي۔ پۀ دې باره کښې شرعي حُکم دا دے چې پۀ ناسته نـمونځ کوې نو پۀ رکوع کښې دومره ښکته شې چې تندے د زنګونانو په برابرۍ کښې راشي، د دې نه زيات ښکته کيدل مکروهِ تنزيهي او نا خوښه عمل دے۔ اعلیٰ حضرت، اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ فتاویٰ رضويه شريف کښې د دې تحقيق فرمائيلے دے۔ ([1])
الله پاک دې مونږ ته د صحيح اِسلامي احکامو د زده کولو او پۀ هغې باندې د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)
يَا حَکِيمُ
څوک چې روزانه د پينځه واړو نـمونځونو نه پس 80 کرته يَا حَکِيمُ لولي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغه به د چا نۀ محتاجه کيږي۔ ([2])
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد