Book Name:ALLAH Pak Ki Pehchan
بَنْدَہ کِڈَّا کَوْجَا ہُوْنْدَا
*-*-*-*
صدقے جائیے سوہنے رَبّ دے جس نے خاص کرم فرمایا
مٹّی دے اس باوے تائیں کِڈَّا صُورت مند بنایا
وضاحت: يو د سوچ خبره ده، الله پاک چې چا له څنګ وغواړي شکل ورکوي، د هغۀ شان دے:
هُوَ الَّذِیْ یُصَوِّرُكُمْ فِی الْاَرْحَامِ كَیْفَ یَشَآءُؕ-
(پارہ:3، سورۀ آل عمران:6)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هُم هغه دے چې د مئيندو پۀ خِيټو کښې څنګه غواړي ستاسو صورتونه جوړوي۔
شاعر وائي: که زمونږ پوزه زمونږ پۀ تندي باندې وے، زمونږه مرۍ شاته وے، سترګې مو پۀ اوګو باندې وے، د پښتۍ پۀ ځائے زنګون او د زنګون پۀ ځائے پښتۍ وے نو لږ غور اوکړئ چې مونږ به څومره بد صورته پۀ نظر راتلو، آيا څوک شته چې پۀ دې باندې اعتراض کولے شو؟ آيا څوک شته چې خپل دا شکل يـې بدل کړے وے؟ نا، هيڅکله هم نا۔۔۔!! که مونږ له داسې شکل راکړے شوے وے نو مونږ به هم پۀ دې باندې اوسيدو خو قربان شم! الله پاک څنګه کرم وفرمائيلو، د خاورو نه جوړ دا بنده يـې څومره ښکلے او ښائسته جوړ کړو۔ سترګو ته وګورئ څومره ښکلې يـې جوړې کړې دي، غوږونه څومره پۀ کاريګرۍ سره لګيدلي دي، خپلو لاسونو ته وګورئ! سر ته وګورئ! پوزې ته وګورئ! دا هُم زمونږه هٰغه شکل او صورت دے کوم چې پۀ آئينه کښې پۀ ليدلو خلق پۀ خپل ځان باندې فخر کوي، دا شکل او صورت چا راعطا کړو؟ وئيلے کيږي به:
فَتَبٰرَكَ اللّٰهُ اَحْسَنُ الْخٰلِقِیْنَؕ(۱۴)(پارہ:18، سورۀ المؤمنون:14)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو د لوئي برکت خاؤند دے هٰغه الله کوم چې د ټولو نه بهتر جوړوونکے دے۔