Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
10 چنده زيات هغۀ ته عطا کړي۔ ([1])
الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! زمونږه خوږ الله پاک څومره مهربانه دے، د هغۀ رحمت څومره فراخه دے، مونږه د هغې اندازه هم نشو لګولے۔ کاش چې زمونږه د ګنهګارانو د رَبِّ کريم د رحمت د درياب نه صِرف يو څاڅکے هُم نصيب شي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دُنيا او اخرت دواړه به مو ښه شي۔
میں نے مانا کہ سب سے بُرا ہوں کس کا ہوں؟تیرا ہوں میں تِرا ہوں
ناز رَحمت پہ مجھ کو بڑا ہے یا خُدا تجھ سے میری دُعا ہے([2])
پۀ آيت مبارک باندې د عمل کولو طريقے
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! رَبِّ کريم وفرمائيل:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۙ(۲)
(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه:2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډير زيات مھربانه، رحم کوونکے دے۔
پۀ دې آيت مبارک باندې مونږ ته څنګه عمل کول دي؟ او د دې نه مونږ ته کوم کوم مَدَني ګلونه حاصليږي:
(1): د الله پاک پۀ رحمت باندې يقين ساتئ...!!
پۀ دې باره کښې وړومبے مَدَني ګُل خو دا دے چې مونږ له پکار دي چې مونږه هميشه د الله پاک پۀ رحمت باندې يقين وساتو، چرې هم مايوسه نه شو۔ الله پاک فرمائي:
لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَۃِ اللّٰہِ
(پارہ:24 ، سورۀ زمر:53)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله د رحمت نه مۀ نا اُمیدہ کيږئ۔