Deeni Mutala Ki Ahmiyat

Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat

پۀ دې دُنيا کښې د جُرم د سزا نه د بچ کيدو ډيرې لارې دي * څوک چې پيسو والا دے، هغۀ رشوت ورکړي او عدل او اِنصاف قتل کړي * څوک چې چالاکه دے، هغۀ اخوا ديخوا دليلونه ورکړي او د بچ کيدو لاره راوباسي * څوک د ناجائزه سفارش پۀ ذريعه باندې د سزا نه ځان بچ کړي خو يوه ورځ راتلونکې ده * هلته به رشوت پۀ کار نه راځي * هلته به چالاکي، اخوا ديخوا دليلونه نه چليږي * بهانې به پۀ کار نه راځي، هلته به عدل وي، انصاف به وي۔ الله پاک فرمائي:

یَوَدُّ  الْمُجْرِمُ لَوْ  یَفْتَدِیْ مِنْ عَذَابِ یَوْمِئِذٍۭ بِبَنِیْہِ (ۙ۱۱)  وَ صَاحِبَتِہٖ وَ اَخِیْہِ (ۙ۱۲) وَ فَصِیْلَتِہِ الَّتِیْ تُــْٔوِیْہِ (ۙ۱۳) وَ مَنْ  فِی الْاَرْضِ جَمِیْعًا ۙ ثُمَّ  یُنْجِیْہِ (ۙ۱۴)

(پارہ:29، سورۂ معارج:11 تا 14)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مجرم به خواهش کوي، کاش چې! د دې ورځې د عذاب نه د خلاصي پۀ بدله کښې خپل ځامن ورکړي۔ او خپله ښځه او خپل ورور۔ او خپله هٰغه کورنۍ کومه چې هغۀ ته پناه ورکوي۔ او څومره خلق چې پۀ زمکه کښې دي ټول، بيا [کاش چې] دا (بدله ورکول) هغۀ بچ کړي۔

يعنې پۀ هٰغه ورځ باندې به مجرم غواړي چې زما نه فِديه واخستے شي او ما پريښودے شي، زما ځامن، زما وروڼه، زما دوستان، زما ټول خاندان تر دې پورې چې د دُنيا ټول مال او دولت واخستے شي او ما ته د عذاب نه نجات راکړے شي خو

کَلَّا ؕ اِنَّہَا  لَظٰی (ۙ۱۵) نَزَّاعَۃً   لِّلشَّوٰی  (ۚۖ۱۶)

 (پارہ:29، سورۂ معارج:15 ، 16)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هيڅ کله نۀ، هغه خو لـمبې وهونکے وور دے۔ څرمن ویستونکے۔