Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د عمل لاره ده، الله پاک وفرمائيل:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۙ(۲)
(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه:2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډير زيات مھربانه، رحم کوونکے دے۔
پۀ دې باندې عمل کول دي، څنګه به کيږي؟ د تقویٰ اختیارولو سرہ، د دُنيا او د اخرت د عيش او عشرت نه د مخ اړولو سره، د فضول خواهشونو قربانۍ ورکولو سره، که دا قرباني ورکړې، د دُنيا د عيش او عشرت، د مال او دولت محبت د زړۀ نه اوباسې نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک د رحمان صِفت او د رحيم صِفت د دواړو فيضان به درنصيب کيږي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ دواړو جهانونو کښې به مو کاميابي نصيب شي۔ د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام فرمائي: د جنَّت ټول نعمتونه که پۀ دوو لفظونو کښې بيان کړے شي نو هغه دا دي: (1): راحت (چې پۀ جنَّت کښې به راحت، ارام او سکون وي) (2): خواهشونه (چي پۀ جنَّت کښې به د انسان هر خواهش پوره کيږي)۔ بس دا دواړه څيزونه يعنې راحت او ارام او د دُنيا خواهشونه پۀ دې دُنيا کښې پريږده، (که الله پاک وغوښتل نو) جنَّت ته به داخليدل نصيب شي۔ ([1])
حضرت مالِک بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ما ته خپل استاذ صاحب وفرمائيل: اے مالِکه! که د الله پاک قُرب غواړې نو د ځان او د دُنيا د خواهشونو پۀ مينځ کښې د اوسپنې ديوال جوړ کړه۔۔۔!! ([2])
الله پاک دې مونږه د دُنيا د محبت، د دې ځائے د عيش او د عشرت او د فضولو خواهشونو نه محفوظ کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
مَحبَّت میں اپنی گُما یاالٰہی! نہ پاؤں میں اپنا پَتا یَاالٰہی!