Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
پۀ معاشره کښې د مايوسۍ مثالونه
پۀ اوسني وخت کښې زمونږه د معاشرې پۀ بدو کښې يو دا هم دي چې دلته خلق ډير زر مايوسه کيږي: * که يوه ورځ پۀ دُکان کښې امدن کم شي نو زړۀ پريشانه کيږي * که بيمار شي نو نا اُميده * که څۀ پريشاني راشي نو مايوسه * مصيبت راشي نو مايوسي * که زمونږه ځوانان پۀ امتحان کښې فيل شي نو مايوسه شي * بعضې نادانه خو د مايوسۍ کندې ته داسې پريوځي چې پۀ تنګ لاسۍ، غريبۍ، پريشانۍ او امتحان وغيره کښې پۀ ناکامه کيدو مايوسه شي او د ځان وژلو لار اختيار کړي۔
الله پاک دې مونږه محفوظ کړي۔ د الله پاک د رحمت نه هيڅکله هم نا اميده کيدل نه دي پکار۔ د مسلمانانو د څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پوښتنه وکړے شوه: د ټولو نه لويه ګناه څۀ ده؟ اوئې فرمائيل: د الله پاک د پټ تدبير نه نۀ ويريدل او د هغۀ د رحمت نه مايوسه کيدل۔ ([1])
میں نے مانا کہ حامِد گنہگار ہے مَعْصِیَت کیش ہے اور خَطا کار ہے
میرے مولیٰ مگر تُو تَو غَفَّار ہے کہتی رحمت ہے مجرِم سے لَاتَقْنَطُوْا
اللہ ٗ اللہ ٗ اللہ ٗ اللہ ٗ([2])
(2): پۀ دُنیا کښې تقویٰ اختیار کړئ...!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک وفرمائيل:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۙ(۲)
(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه:2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډير زيات مھربانه، رحم کوونکے دے۔