Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
تم سے جہاں کا نِظام تم پہ کروڑوں سلام تم پہ کروڑوں ثَنا تم پہ کروڑوں درود
نافِع و دافِع ہو تم شافِع و رافِع ہو تم تم سے بس اَفزوں خُدا تم پہ کروڑوں درود([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د سورةُ الفاتحه، آیت: 2 او 3 وضاحت
پۀ وړومبۍ سيپاره، سُورۀ فاتحه، آیت: 2 او 3 کښې اللہ پاک فرمائي:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۙ(۲) مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ؕ(۳)
(پارہ:1 ، سورۀ فاتحه: 2 ، 3)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډير زيات مھربانه، رحم کوونکے دے۔ د جزا (قيامت) د ورځې مالِک دے۔
د سُورۀ فاتحه پۀ وړومبي آيت مبارک کښې مونږ ته د الله پاک د حمد او ثنا حکم راکړے شو او ووئيلے شو چې الله پاک رَبُّ العالَمِين دے، هغۀ د ټولو جهانونو خالِق هم دے، مالِک هم دے او هغۀ د ټولو جهانونو پالونکے هم دے۔ اوس د سُورۀ فاتحه پۀ دويم او دريم آيت کښې د الله پاک د بے کچه رحمت او د دې خبرې بيان دے چې الله پاک د جزا د ورځې مالِک هم دے۔
پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ اکثرو ځايونو کښې د حِکمت نه ډک دا انداز دے چې چرته د الله پاک د بے کچه رحمتونو ذِکر کيږي، هُم د هغې سره د الله پاک د عذاب، د هغۀ د غضب او د هغۀ د ګرِفت هم ذِکر کولے شي، مثلاً پۀ يو ځائے کښي الله پاک بشير او نذير آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته وفرمائيل: