Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
رحمان او رَحِيم دا دواړه الفاظ د رَحم لَفظ نه جوړ دي۔ د رَحم معنیٰ ده: مهرباني کول، فضل او اِحسان کول۔ ([1]) علمائے کرام فرمائي: الله پاک د خپلو بے کچه رحمتونو بيانولو د پاره خپل دوه صفتونه (رحمان او رَحيم) ذِکر کړل، پۀ دې کښې اِشاره ده چې د الله پاک رحمت د هغۀ د غضب نه زيات دے۔ ([2]) پۀ حديثِ قُدسي کښې دي: سَبَقَتْ رَحْمَتِی غَضَبِی يعنې زما رحمت زما پۀ غضب باندې سبقت [يعنې وړاندې والے] لري۔ ([3])
سَبَقَتْ رَحْمَتِی عَلٰی غَضَبِیْ جب سے تُو نے سنا دیا یا رَبّ!
آسرا ہم گناہگاروں کا اور مضبوط ہو گیا یا رَبّ!([4])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د الله پاک د بے کچه رحمتونو بيان
د حديثونو د مشهورو کتابونو بُخاري او مُسلِم پۀ روايت کښې دي، د دواړو جهانونو سلطان، سرورِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د الله پاک 100 رحمتونه دي، پۀ هغې کښې صِرف يو رحمت الله پاک پۀ پيريانو، انسانانو، ځناورو او حشراتو وغيره باندې نازل کړو، پۀ دې وجه باندې دا پۀ خپل مينځ کښې پۀ يو بَل باندې رَحم کوي۔ ([5])
يعنې پۀ دې دُنيا کښې چې چرته هم، پۀ کوم انداز کښې هم د رحمت، ورورلۍ، د اِحسان او د مهربانۍ رويّے موجودې دي، هغه ټولې صرف د الله پاک د يو قِسم رحمت اَثَر دے
[1]... تفسیر نعیمی ، پارہ:1 ، سورۂ بقرہ، زیرِ آیت :2 ، جلد:1 ، صفحہ:52 ملتقطًا۔
[2]... جمع الوسائل فی شرح الشمائل، جلد:1 ، صفحہ:3۔
[3]... مسلم، کتاب التوبہ، باب فی سعۃ رحمۃ اللّٰہ تَعَالیٰ، صفحہ:1055 ، حدیث:2751۔
[4]... ذوقِ نعت، صفحہ:85۔
[5]... مسلم، کتاب التوبہ، باب فی سعۃ اللّٰہ تَعَالیٰ ، صفحہ:1056 ، حدیث:2752 ۔
بخاری، کتاب الادب، باب جعل اللّٰہ الرحمۃ مئۃ جزء، صفحہ:1497 ، حدیث:6000۔