Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
د هغۀ د سزا سلسله شروع کيږي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: بے شکه مؤمِن چې کله ګناه کوي نو د هغۀ پۀ زړۀ باندې يو تور داغ جوړيږي ([1]) (دا ده د سزا سلسله کومه چې هُم د ګناه کولو سره شروع شوه)، دغه شان د بدۍ نتيجه (کومه چې پۀ تنګ لاسۍ، غريبۍ، محتاجۍ، مشکلاتو، د حادثو وغيره پۀ شکل کښې) پۀ دُنيا کښي بنده نه راپيښيږي، هغه هم د هٰغې ګناه سزا ده، دغه شان غم، پريشاني، نا قراري، بے سکوني وغيره دا ټولې د ګناهونو سزاګانې دي او د دې ټولو مالِک صرف او صرف الله پاک دے۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! بنده پۀ خپلو اعمالو باندې اختيار لري خو د دې د نتيجو مالِک نه دے، مونږه خوراک کولے شو خو هٰغه خوراک به خيټې ته د تللو سره د طاقت ذريعه جوړيږي که زهر به ترينه جوړيږي او مونږه به د مرګ طرف ته بوځي، د دې مالِکان مونږه نۀ بلکې الله پاک دے، انسان که نيکي وکړي او که ګناه، دا د هغۀ پۀ اختيار کښې ده، چې بنده څۀ ګناه وکړه، لکه چې دا يو غشے وو کوم چې د ليندې ته ووتو، بيا به د دې نتيجه ووځي او د نتيجې د وتلو د ورځې مالِک الله پاک دے، څوک د لوئي نه لوئي سيټھ، مالداره، طاقت او قوت والا بادشاه د ګناهونو د نتيجو ودرولو طاقت نه لري، ولې؟ ځکه چې
مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ؕ(۳)
د جزا د ورځې مالِک الله پاک دے۔ د بنده پۀ دې باندې هيڅ اختيار نشته۔
د الله پاک د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اَلْبِرُّ لَا یَبْلَی وَالْاِ ثْمُ لَا یُنْسَی وَالدَّیَّانُ لَا یَمُوتُ فَکُنْ کَمَا شِئْتَ کَمَا تَدِینُ تُدَانُ يعنې نيکې چرې هم نه زړيږي او ګناه نه