Deeni Mutala Ki Ahmiyat

Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat

نَبِّیْٔ عِبَادِیْۤ  اَنِّیْۤ  اَنَا الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ (ۙ۴۹)  وَ اَنَّ عَذَابِیْ ھُوَ  الْعَذَابُ  الْاَلِیْمُ (۵۰)

(پارہ:14 ، سورۀ حجر : 49 ، 50 )

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زما بندګانو ته خبر ورکړه چې بے شکه هُم زۀ بخښونکے مهربانه يم۔  او بے شکه هُم زما عذاب دردناک عذاب دے۔

د قرآنِ کريم د دې مبارک اُسلوب نه دا معلوميږي چې د يو مسلمان د پاره د الله پاک د رحمت اُميد ساتل هم ضروري دي او د دې سره سره د هغۀ د غضب او د پټ تدبير نه ويريدل هم لازمي او ضروري دي۔ حُجَّةُ الاِسلَام حضرت اِمام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل کتاب مِنهَاجُ العَابِدِين کښي ويرې او اُميد ته د عَـقبَةُ الـبَوَاعِث نوم ورکړے دے يعنې ويره او اُميد هٰغه څيزونه دي کوم چې انسان له د عبادت رغبت ورکوي۔ ځکه د يو نيک او عبادت ګزاره، ښه مسلمان جوړيدو د پاره ضروري دي چې مونږه د الله پاک د رحمت اُميد هم وساتو او د هغۀ د پټ تدبير نه، د هغۀ د غضب نه هم ويريږو۔

 سُورۀ فاتحه کومه چې د ټول قرآنِ پاک خُلاصه ده، پۀ دې کښې هم دغه انداز کيښودے شو، الله پاک د خپل بے کچه رحمتونو ذِکر هم وفرمائيلو او ورسره يـې دا هم ووئيل چې هغۀ د جزا د ورځې مالِک هم دے، ځکه د هغۀ د ګرفت، د هغۀ پۀ بارګاه کښې د پيشۍ نه هم ويريږئ!۔

د الله پاک د رحمت بيان

نو د خپلو بے کچه رحمتونو ذِکر يـې وکړو او رَبِّ کريم وفرمائيل:

الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۙ(۲)  

   (پارہ:1 ، سورۀ فاتحه:2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: ډير زيات مھربانه، رحم کوونکے دے۔