Deeni Mutala Ki Ahmiyat

Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat

* مور د خپلو بچو سره محبت کوي، دا هم د هٰغه الله پاک د رحمت ظهور دے * د پلار پۀ زړۀ کښې د خپلو بچو د پاره شفقت دے، دا هم د هٰغه رحمت ظهور دے * وړه شان مرغۍ پۀ خپله مښوکه کښې دانه راخلي او پۀ ميلونو لرې الوځي، جالې ته يـې راوړي او د خپل بچي پۀ خُله کښې يـې ږدي، دا مينه، دا محبت، دا د قربانۍ جذبه هم د الله پاک د رحمت ظهور دے * تر دې پورې چې د وَحشي [يعنې د نورو ماتوونکو] ځناورو، ازمري، پړانګ وغيره د کومو کار چي ماتول دي، دا هم پۀ خپلو بچو باندې مهربانه وي، دا هم د الله پاک د هٰغه رحمت اظهار کيږي۔

رنج و آلام کو ٹالتا ہے خُدا                                                                                                          بےسہاروں کو پالتا ہے خُدا

بھر کے سُورج میں نُور کی کرنیں                                                                                 خاکداں کو اُجَالتا ہے خُدا

اپنے نُورِ کرم سے انساں کو                                                                                                تِیرگی سے نکالتا ہے خُدا

د قيامت پۀ ورځ باندې به 100 رحمتونه ظاهريږي

رَحْمَةٌ لِّلعٰلَمِين، جنابِ صادِق او امين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ دې دُنيا کښې الله پاک پۀ خپلو 100 رحمتونو کښې صرف يو قِسم رحمت نازل کړے دے، د قيامت پۀ ورځ باندې به الله پاک خپل 100 واړه رحمتونه پوره وفرمائي۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ! چې د يو رحمت دا اثر دے چې مور د خپل بچي د پاره تر خپل ځان قربانولو پورې تياريږي نو د هٰغه 100 رحمتونو اثر به څۀ وي۔۔۔؟

د ټولو نه اخري جنَّتي

د مُسلِم شريف پۀ روايت کښې دي: اخري کَس کوم چې به جنَّت ته داخليږي، هغۀ به کله روان وي، کله به راپريوځي، کله به هغۀ وور سيزي، اخر به دا د وور نه نجات حاصل


 

 



[1]... مسلم، کتاب التوبۃ، باب فی سعۃ اللّٰہ تَعَالیٰ ، صفحہ:1056 ، حدیث:2753 ملتقطاً۔