Deeni Mutala Ki Ahmiyat

Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat

هيرولے کيږي، جزا ورکوونکے (يعنې الله پاک) به چرې هم نه فنا کيږي، څۀ چې غواړې جوړ شه! (يعنې نيک يا ګنهګار) چې څۀ کَرې هغۀ به رِيبې۔ ([1])

څومره د سبق نه ډک او پۀ زړۀ باندې د ليکلو لائق الفاظ دي: نيکې چرې هم نه زړيږي او ګناه نه هيرولے کيږي۔

فقير يـې چې ورَټلو نو پخپله فقير شو

شيخ سعدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نقل کوي: يو ډير د ښه زړۀ مالِک انسان وو، الله پاک هغۀ له ډير مال او دولت ورکړے وو، د مالدارۍ سره سره دا ډير خوا خوږے، زړۀ سواندے او سخي هم وو، د غريبانانو او د فقيرانو پۀ مدد کولو به ډير خوشحاليدلو، هم دغه وجه وه چې د هغۀ دروازے ته به ډير غريبانان او فقيران ولاړ وو، يو ځل د شپې يو فقير د هغۀ پۀ دروازه کښې غږ وکړو، مالداره کَس خپل غلام وليږلو چې لاړ شه او د فقير ضرورت پوره کړه۔ غلام چې څنګه دروازه برسيره کړه، فقير يـې وليدلو نو د هغۀ د خُلې نه چغه وختله او بے اختياره يـې د سترګو نه اوښکې روانې شوې، هٰغه مالداره کَس چې کله خپل غلام غمژن وليدلو نو د غمژن کيدو د وجهې پوښتنه يـې ترينه وکړه، غلام عرض وکړو: عالي جاه! ستاسو غلامۍ ته د راتلو نه مخکښې زۀ د يو بَل مالداره کَس غلام ووم، هغۀ هم ډير مالداره وو، يوه ورځ د هغۀ پۀ دروازه کښې يو فقير غږ وکړو، هٰغه مالداره کَس د فقير د مدد کولو پۀ ځائے د مال او دولت پۀ نشه کښې هٰغه فقير ډير ورټلو او پۀ غلامانو يـې هٰغه فقير له ديکې ورکړې او اوئې ويستلو۔ بس د هٰغه ورځې نه د هٰغه مالداره کَس بدې ورځې شروع شوې، لږه موده پس هغۀ ډير خراب شو، محتاجي، تنګ لاسي او غريبي يـې پۀ کور کښې دِيره شوه، دوستانو او خپلوانو ټولو دا پريښودلو، اے زما آقا! اوس چې دا کوم فقير دروازے ته راغلے وو، دا هم هٰغه زما پخوانے مالِک وو، دا چې مې پۀ دې حالت کښې وليدو نو زما


 

 



[1]... مصنف عبدالرزاق، جلد:10، صفحہ:189، حدیث:20430۔