Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
کړي، بيا به د دۀ مخې ته يوه ښکلې وَنه ظاهره شي، (هُم نزدې به ورسره د اوبو يوه چينه جاري شي)، بنده به عرض وکړي: مولیٰ! ما دې وَنې ته نزدې کړې، چې زۀ د دې سوري ته کښينم، هلته د چينې نه اوبه وڅښم۔ رَبِّ کريم به وفرمائي: که دا درته عطا کړے شي نو تۀ به نور څۀ غواړې؟ بنده به وعده وکړي چې مولیٰ! د دې نه علاوه به هيڅ نه غواړم، نو دا به وَنې ته نزدې کړے شي، د هغې سوري ته به کښيني، د چينې نه به اوبه وڅښي۔ بيا به دۀ ته د مخکښينۍ وَنې نه ډيره ښکلې وَنه پۀ نظر راشي، د دۀ زړۀ به وپسخيږي، صبر به ترينه اونه شي، د کريم مالِک پۀ بارګاه کښې به عرض وکړي: مولیٰ! دې وَنې ته مې نزدې کړې۔ الله پاک به ورته وفرمائي: اے اِبنِ آدمه! تا وعده کړې وه چې نور څۀ به نه غواړم۔ بنده به بيا وعده وکړي: مولیٰ! (يو بَل کرم راباندې وکړې)، د دې نه پس به هيڅ هم نه غواړم۔ د هغۀ عرض به قبول شي او هغۀ به د دويمې وَنې سوري ته ورسولے شي، دا به دلته کښيني، د چينې نه به اوبه وڅښي، بيا به دۀ ته د جنَّت د دروازے سره نزدې يوه وَنه پۀ نظر راشي، کومه چې به د مخکښينو دواړو وَنو نه ډيره ښکلې وي، د دۀ زړۀ به بيا وپسخيږي، صبر به ترينه اونه شي، بنده به بيا عرض وکړي: مولیٰ! ما دې وَنې ته نزدې کړې۔ الله پاک به ورته وفرمائي: تا خو وعده کړې وه چې نور به څۀ نه غواړم، بنده به عرض وکړي: مولیٰ! بس دا اخري سوال دے، د دې نه پس به څۀ نه غواړم، نو دا به د دريمې وَنې سوري ته ورسولے شي۔ دلته چې ورسي نو دا به د جنَّتيانو اوازونه واوري، د دۀ به بيا زړۀ وپسخيږي، بيا به عرض وکړي: مولیٰ! ما جنَّت ته داخل کړې۔
پۀ يو روايت کښې دي: بيا به ورته الله پاک وفرمائي: اے اِبنِ آدمه! وغواړه، ارمان وکړه (يعنې تۀ چې څۀ غوښتل غواړې، هر څۀ هُم پۀ يو ځل وغواړه)، بيا به بنده غوښتل شروع کړي (مولیٰ! دا هم راعطا کړې، هغه هم راعطا کړې، داسې به غواړي، غواړي به)، چې کله د خپل خواهش مطابق هر څۀ وغواړي نو الله پاک به د هغۀ د غوښتو نه