Book Name:Deeni Mutala Ki Ahmiyat
پۀ روايتونو کښې دي: يو کَس به د قيامت پۀ ورځ د ګناهونو نه اِنکار وکړي، وه به وائي: مولیٰ! ما خو دا ګناهونه هډو کړي نه دي۔ الله پاک به د هغۀ اندامونو ته حکم وکړي، د هغۀ لاسونه، د هغۀ ژبه، د هغۀ د وجود مختلف اندامونه به خبرې شروع کړي او وه به وائي: مولیٰ! مونږه ګواهان يو، دۀ فلانکي فلانکي ګناهونه کړي دي۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! غور وکړئ! چې کله خپل اندامونه، لاسونه، ښپې، ژبه وغيره هم د ځان خلاف ګواهي ورکول شروع کړي نو ووايئ چې د بچ کيدو لاره به څۀ وي۔۔۔؟؟ ځکه د قيامت ورځ ډيره وحشت ناکه ورځ ده، هلته حساب ورکول اسان کار نه دے، ډير ګران کار دے۔ د قيامت پۀ ورځ باندې به هم صرف دوه څيزونه مرسته کوي: د الله پاک رحمت که نصيب شي يا که د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نظر نصيب شي۔
او رحمت به د چا نصيب کيږي؟ الله پاک فرمائي:
اِنَّ رَحْمَتَ اللّٰہِ قَرِیْبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِیْنَ (۵۶)
(پارہ:8 ، سورۀ اعراف:56)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه د الله رحمت نيکو خلقو ته نزدې دے۔
يعنې که د الله پاک رحمت غواړې نو نيک جوړ شه او نيکانو خلقو ته نزدې شه چې نيکي او نيکان خلق د الله پاک د رحمت دروازے دي۔ ([2])
اِنسان پۀ دُنيا کښې دُکاندار دے
صوفيائے کرام فرمائي: انسان لکه چې پۀ دې دُنيا کښې دُکاندار دے، ژوند د هغۀ دُکان دے او د هغۀ اعمال هٰغه سودا ده کومه چې هغۀ خرڅوي۔ که اعمال ښه وي نو د دې